ښځې

ځینې ​​ښځې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي وايي نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

ځینې ​​ښځې او نجونې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي وايي، دوی نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي چې د طالبانو د ښځو ضد کړنې د دې لامل شوې چې افغانستان په کال کې یو میلیارد ډالر تاوان وکړي.

رینا امیري ټینګار کوي چې طالبانو ته اړتیا ده چې په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په ۲۰۲۴ کال کې به ۵۲ سلنه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

زهرا له دوه کالو او اوو میاشتو راهیسې له فقر او لوږې څخه د ځان ژغورنې لپاره په لیف اوبدلو بوخته ده.

هغې د طالبانو له راتګ مخکې په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه.

وايي چې خپلو ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره له سختیو سره مبارزه مبارزه کوي.

اوچا په یوه نوي راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۵۲ سلنه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې سازمان پر اېکس لیکلي چې دغه کرکېچ ډېری پر افغان ښځو او نجونو منفي اغېز کړی او د هغوی ملاتړ ته اړتیا ده.

افسانه آرسین، سوداګره: «له بده مرغه د افغانستان د اوسني دولت محدودیتونه چې د افغان مېرمنو لپاره یې وضع کړي دي، نه یوازې دا چې خپله پر ښځو یې منفي اغېز کړی، بلکې په ​​ټوله افغاني ټولنه او په ځانګړې توګه پر اقتصادي برخه یې ناوړه اغېز کړی دی، ځکه چې اکثره ښځو په بېلابېلو برخو کې کار کوو. او له بده مرغه چې ډېری یې اوس په کور ناستې دي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

اوچا تر دې مخکې ویلي وو چې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې جملې څخه ۱۰.۳ میلیونه وګړي بېړنۍ مرستو اړتیا لري.

اوس د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې طالبان د دې کړکېچ لامل بولي.

رينا اميري ويلي دي چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د سختو سياستونو له امله افغانستان هر کال يو ميليارد ډالره تاوان کوي.

فریده محب، د افغانستان د ښځو د اتحاد او پیوستون غړې وایی: «په ښځو او نجونو د بندیز لګولو د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی دی. تېر کال په افغانستان کې هیڅ نجلۍ له دولسم ټولګي نه ده فارغه شوې. نو څنګه به وکولای شي چې په پوهنتون او یا هم مسلک کې چې له شپږم ټولګي څخه چې اړین وي، زده کړې وکړي طالبان یوازې یوه لاره لري، هغه دا چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ښځو اساسي حقونه په رسمیت وپېژني.»

په ورته مهال، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه شته چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ښځې او نجونې له کار، زده کړو او تحصیل څخه بې برخې کړې دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي وو چې دغه سازمان توانېدلی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې درې سلنه ترلاسه کړي.