ښځې

پر نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونو ځینې نجونې اجباري ودونو ته اړې کړې دي

یو شمېر نجونې وايي، د دوی پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې کورنۍ پوخ عمره نارینوو ته په واده ورکوي. هغوی وايي له اجباري ودونو سره هم مهاله له شکنجې او بد چلند سره هم مخ دي.

شکيلا نولس کلنه ده او د فراه ولايت اوسېدونکې ده. د ښوونځي په یوولسم ټولګي وه چې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول او له درس ویلو پاتې شوه.
وايي، کورنۍ يې غوره وګڼله چې په کور د پاتې کېدو پر ځای یې د اووه سوه زره افغانيو په بدل کې له يوه شپيته کلن سړي سره واده وکړي.
شکيلا له دې اجباري واده ترخې تجربې لري.له وهلو ډبولو نیولې تر شکنجې او ظلم پورې.

معصومه څرګند هم د دې ودونو یوه بله قرباني داسې وایي: «کله چې یې موږ ته پوهنتون ته د تلو اجازه رانه کړه، او اجازه یې نه راکوله چې پارکونو ته ولاړې شو، تفریحي پارکونو او مېلو ته تللو. پارکونه وتړل شول او اجازه یې نه راکوله چې چیرته لاړې شو د کور په یوه کونج کې ناسته وم او اړه شوم واده وکړم.»

د مارچ اتمه په افغانستان کې په داسې حال کې رارسیږي چې ښځې او نجونې د طالبانو له خوا له ډیرو بندیزونو سره مخ دي.
تر اوسه په افغانستان کې د اجباري ودونو په اړه هېڅ کومې رسمي ادارې شمېرې نه دي ورکړي، خو ظاهراً د طالبانو له خوا پر زده کړو او د نجونو پر کار بندیزونه د اجباري ودونو د زیاتوالي له لاملونو څخه دي.