افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر راتلونکو څلورو ورځو د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، انځور له ارشیف څخه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په څلورو ورځو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.

د دوحې د غونډې یو شمېر ګډونوال وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به د دوحې د غونډې راپور او د سیمې او د دغه سازمان د غړو غوښتنې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د دوی په وینا، د ټول ګډونه حکومت جوړول، د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، د بشري حقونو او ښځو له حقونو ملاتړ او د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې عملي کول د دوحې د غونډې تر ټولو مهمې غوښتنې دي.

د دوحې د غونډې د یو شمېر ګډونوالو په باور، د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه سازمان د خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو د چټکتیا په لټه کې دی.

له دې سره هم مهاله، یو شمېر سیاسي جریانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو سره رغنده تعامل او د ټولو خواوو په شتون کې د یوه ټول ګډونه بهیر رامنځته کېدو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه په اجنډا کې لري. د فبرورۍ په ۲۶ مه د تړلو دروازو تر شا غونډه…

د دوحې د غونډې یو شمېر ګډونوال وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به د امنیت شورا غړو ته د دوحې د غونډې راپور وړاندې کړي؛ د ټول ګډونه حکومت د جوړولو، د بشري حقونو او د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د عملي کېدو او په پای کې د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو د چټکتیا په اړه د سیمې او نړۍ له غوښتنو سره.

فیض محمد ځلاند، د دوحې د غونډې ګډونوال وایی: “د دوحې د ناستې پر بنسټ وړاندیزونه به په راتلونکې غونډه کې وړاندې شي او د ملګرو ملتونو سرمنشي به په دې ناسته کې یو راپور وړاندې کړي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په خپلواکه ارزونه کې ترسره شوي ټول بحثونه چټک کړي.”

که څه هم طالبانو د دوحې په غونډه کې ګډون نه دی کړی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره سخت مخالف دي، خو د دوحې د غونډې یو شمېر ګډونوال وايي چې د ځانګړي استازي ماموریت به ژر تر ژره پیل شي.

د دوی په وینا، ځانګړی استازی به د طالبانو په ګډون له ټولو خواوو، د افغان ښځو، مدني ټولنې او نړیوالې ټولنې له استازو سره خبرې اترې وکړي؛ تر څو چې خبرې اترې د سولې د خبرو او په پایله کې د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو لامل شي.

هدیه صاحب زاده، د ښځو د حقونو فعاله وایی: “اوس چې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خبرې کېږي، باید وویل شي چې طالبان به هېڅکله د افغانستان د خلکو، ټولنې او حکومت لپاره ازاده لاره نه وي.”

یو شمېر سیاسي جریانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو هم په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سیاسي جریانونو له شتون پرته یو اړخیز تعامل به د ځانګړي استازي د ټاکلو او د حکومت د جوړېدو په ګډون د افغانستان د سیاسي بهیر د بریا لامل نه شي.

دوی دغه راز د کړکېچ په حل کې د ځانګړي استازي برياليتوب د افغانستان له ټولو سياسي ګوندونو او مدني ټولنې سره په غور او مشورې پورې تړلى بللی دی. په ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره یو جامع میکانیزم او همدارنګه له ټولو خواوو سره هر اړخیز تعامل ته اړتیا ده.