د اسلامي همکارۍ سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د دغه سازمان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون په ګامبیا کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره شي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان د «بهرنیو چارو وزیرانو شورا» په نوم بله ناسته په کامرون کې ترسره کېږي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې د دوحې ناستې د پای ته رسېدو په اړه ویلي چې د دې سازمان استازي طارق علي بکهیت ددغې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو له یو شمېر ځانګړو استازو سره کتلي دي.
ددې خبرپاڼې له مخې، ددغه سازمان ځانګړي استازي د دوحې په ناسته کې ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت به په ګامبیا او کامرون کې د راتلونکو ناستو د اجنډا په سر کې وي.
د اسلامي همکارۍ سازمان په دې خبرپاڼه کې همداراز له افغانستان او له طالبانو سره د رغنده خبرواترو د ملاتړ په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.