افغانستان

سیاستوال: د دوحې ناسته باید د افغانستان ستونزو د حل لپاره لارې‌چارې ولټوي

د دوحې غونډې ته د تمو او هیلو په دوام، ځینې سیاسي بهیرونه او سیاستوال تمه لري چې دغه غونډه به د افغانستان د مسلې حل لاره جوړه کړي.

د افغانستان ملي جنبش ګوند وايي، تمه لري د دوحې غونډه د افغانستان د خلکو په ګټه پای ته ورسیږي، نه د یوې ډلې په ګټه.

د دې ګوند ویاند آمو ته وايي، د دوحې غونډې وښوده چې افغانستان لا هم د نړۍ د پاملرنې محور دی.

په ورته وخت د پخوانیو ځانګړو ځواکونو ویاند آمو ته وایي، د نړۍ ورته هڅې به هغه وخت پایله ورکړي چې په جدي توګه د طالبانو، د طالبانو د مخالفینو او ښځو حقونو فعالانو حضور ومنل شي او همدارنګه د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او د خلکو په ارادې او رایو ولاړ حکومت د هڅو محور وي.

د دوحې غونډې ته د تمو او هیلو په دوام؛ د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ ګوند تمه لري چې د دوحې غونډه به د افغانستان د خلکو په ګټه پای ته ورسیږي.

د یاد ویاند وايي د دوحې غونډې وښوده چې افغانستان لا هم د نړۍ د پاملرنې محور دی.

د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو وايي: «سره له دې چې افغانستان لا هم د ملګرو ملتونو او هیوادونو د پاملرنې محور دی، دا هم د افغانستان خلکو لپاره یو ډول هیله ده، موږ هیله لرو چې د قطر غونډه به د افغانانو په ګټه پای ته ورسیږي.»

ځینې ​​سیاسي څېرې هم تمه لري چې د افغانستان ستونزې د حل لپاره د سیاسي خبرو له لارې د هر ډول ممکنه فرصت هڅه وشي.

په ورته وخت؛ ځینې ​​نور اړخونه هم تمه لري چې د اغیزمنو پایلو د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې وشي.

د تېر حکومت د ځانګړو ځواکونو یو قومندان آمو ته وايي، دا هڅې به هغه وخت پایله ورکړي چې د افغانستان د خلکو بنسټیز حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او د خلکو په اراده او رایه ولاړ حکومت د دې هڅو محور وي.

د مخکیني حکومت د ځانګړو ځواکونو قوماندان فرید احمدي وايي: «په دې ناستو کې باید د افغانستان ټول اقشار شریک وي، طالبان د طالبانو مخالفین او د ښځو د حقونو فعالان، د افغانستان د خلکو حقونو په ځانګړي توګه د ښځو حقونو، او راتلونکي کې د خلکو په اراده او رایه ولاړ حکومت پورې مشروط وي.»

تر دې مخکې، د ښځو د معترضو خوځښتونو په ګډون، د طالبانو ځینو مخالفو سیاسي او نظامي بهیرونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان مسلې د حل لپاره د دوحې غونډې او نړیوالو هڅو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د ځانګړي استازي په ټاکلو سره دې د افغانستان وضعیت ته بدلون ورکړل شي. اوس د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه هم وایي، چې د افغانستان په اړه نړیوالو اقداماتو او غونډه کې باید افغان ښځې او نجونې هېرې نه شي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې مشره ترنم سعیدي وايي: «سیاسي ډلې، د طالبانو مخالفان، او معترضې ښځې باید په دې ډول غونډو کې حضور ولري، او دغه ناستې او خبرو اترو پایله دا شي چې اوسنی وضعیت بدل شي او د خلکو په اراده او قانوني حکومت تشکیل شي.»

تر دې وړاندې د طالبانو تر ادارې لاندې د عدلیې وزارت د ټولو سیاسي بهیرونو فعالیتونه لغوه اعلان کړل؛ خو ټول سیاسي اړخونه ټینګار کوي چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره دې معنا لرونکې خبرې پیل شي هغه څه چې ملګرو ملتونو هم ویلي په افغانستان کې دې د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره بین الافغاني مذاکرات ترسره شي.