افغانستان

افغانان: ملګري ملتونه باید د افغانستان د سیاسي او اقتصادي کړکېچ د حل لپاره یوه کړنلاره غوره کړي

له دې ټولو سره، افغان ښاریان د دوحې د غونډې په اړه بېلابېل نظرونه لري. د افغانستان یو شمېر وګړو د دغې غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د بې وزلۍ ستونزې هواري کړې او د هېواد یو شمېر نور وګړي وايي چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي بحران د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

د دوحې د غونډې په دویمه ورځ د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل پر لارو چارو غور شوی دی، افغانان وايي چې نړۍ باید د افغانستان سیاسي کړکېچ ته د حل لاره ولټوي.

ځینې ​​هم د نړیوالې سرتاسري سولې د تأمین تمه لري. لیدل شوي دي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵ مې وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل د فقر کچه ​​لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وروستی راپور ښيي چې د افغانستان ناخالص تولید په ۲۰۲۰ کال کې له ۲۰ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۱۴.۵ میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی او افغانستان د نړۍ یو له بې وزلو هېوادونو څخه بلل شوی دی.

دغه کمښت د هېواد د وګړو پر عاید ناوړه اغېز کړی دی. د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې له فقر او بېکارۍ ستړي شوي او د دوحې د غونډې له ګډونوالو یې غوښتي، چې په خپلو خبرو کې د افغانستان د بې وزلۍ موضوع جدي ونیسي.

د کابل اوسېدونکی عبدالله وايي: «زموږ ورځ ډېره خرابه شوې، نه یوازې زما، بلکې د ټولو خلکو. له خلکو سره باید همکاري وکړي. ډېره ښه ده هغه اداره چې په افغانستان کې خدمت کوي.»

د هېواد يو شمېر ښاريان وايي، چې معاشونه يې د کورنۍ مصرف نه پوره کوي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «په ښوونځي کې مو کار کوو، پنځه زره افغانۍ زموږ معاش دی، لومړی له خدایه غواړو، دویم دا چې نړیواله ټولنه له موږ سره مرسته وکړي، پنځه زره افغانۍ زموږ معاش دی، په پنځه زره افغانۍ موږ دوه نیم زره د کور کرایه ورکوو. او پاتې نورې چې پاتې کېږي هغه د کور او د ماشومانو په درملو لګول کېږي، موږ له نړۍ څخه غوښتنه کوو چې له دې بدبختۍ څخه د خلاصون لپاره له موږ مرسته وکړي.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د پانګونې کمښت، د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو کمېدل او د پراختیايي بودیجې کمښت په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه لوړه کړې او ډېری هغه کلیوال چې د هېواد په څلور دېرش ولایتونو کې یې په پراختیايي پروژو کې کار کاوه، له ستونزو سره مخ کړي دي. اوس د پروژو د بندېدو له امله بې کاره شوي دي.