افغانستان

د ښځو د حقونو فعالانو یو ځل بیا په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

File Photo.

له ښځو او ماشومانو د ملاتړ شبکې د ننه په هېواد او بهر کې د ۳۵ فعالو مېرمنو او ۱۷۰ نورو په استازیتوب، په یوه ګډ لیک کې د دوحې ناستې له ګډون‌والو غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا «جنسیتي تبعیض» په رسمیت وپېژني.

په دې لیک کې راغلي چې طالبانو څه د پاسه اتلس میلیونه افغان وګړي له خپلو اساسي انساني حقونو بې برخې کړي چې د دوی لپاره د جسمي او رواني شکنجو لامل شوي دي.  

په دې لیک، د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي خپلواکې ارزونې، «غیر جامع» بلل شوې او پکې ویل شوي چې دغه استازی نه دی توانېدلی د هېواد وضعیت په تېره بیا جنسیتي اپارتاید په سمه توګه منعکس کړي.

دغې شبکې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر اهمیت ټینګار کړی او غوښتي یې دي چې استازی باید د ښځو حقونو خوندیتوب ته په پام سره د بشري حقونو نړیوال کارپوه وي.

په دغه لیک کې راغلي: «موږ ټینګار کوو چې دا ځانګړی استازی په افغانستان کې له هېڅ ډلې یا ځانګړي قومي لوري سره تړاو ونه لري.»

دغې شبکې همداراز د رسنیو له لارې د دوحې ناستې د عمومي خپرېدو غوښتنه کړې ترڅو ترڅو افغان مېرمنې د دوی د حقونو او راتلونکي په هکله له نړیوالو پرېکړو خبر شي.

په دې لیک کې ادعا شوې چې په ناسته کې شوې پرېکړې باید د افغانانو له غوښتنو او اړتیاوو سره همغږي وي او دا شبکه خبرداری ورکوي، هر ډول سیاسي هوکړه چې د ښځو ونډې پکې بې‌پامي شوې وي، په افغانستان کې به د بې‌ٍثباتۍ او لازیاتې بې‌وزلۍ لامل شي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په کوربتوب د هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته، سبا او د دوو ورځو (د فبروۍ په ۱۸ او نولسمه) په قطر کې ترسره شي.

د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو راهیسې، دغې ډلې پر ښځو په تېره بیا له زده کړو، کار او عمومي ځایونو ته د تلو د مخنیوي په شان سخت محدودیتونه لګولي دي.