افغانستان

له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال له پراخو ستونزو شکایت لري

له ایرانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ وايي، په دې سړه هوا کې له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

له دغو کورنيو يوه یې چې په نيمروز ولايت کې مېشته شوې، وايي خپل ټول شته يې وپلورل او ايران ته يې پناه يوړه، خو د ايراني پوليسو له خوا را وشړل شول او اوس د مناسبې سرپناه د نشتوالي له امله په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د کاري زمینو نشتوالی بله هغه ننګونه ده چې دوی پرې ټینګار کوي.

د دې ماشین تاوېدل د دې لامل شوی چې د دې کورنۍ ولاړ اقتصاد څه ناڅه په څرخ راوړي.

نوموړې چې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه را شړل شوې، اوس د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ په یوه څنډه کې اوسیږي او په دې کار سره د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکې جمیله وايي: «یو وخت ډوډۍ که قلور وي، قلور کوو د قروتو وي، هر څه چې وي خورو یې، یو وخت د چرګ غوښه خورو، د پسه غوښه چې په هیڅ ځای کې نشته. موږ ډیر بې وسه یو. یو وخت ګازرې یو وخت ټېپر وي، همدا زموږ لګښت دی، موږ څاروي او مال نه لرو.»

د دې کورنۍ نيکه هم چې له ايرانه شړل شوی، سترګې يې سم نه شي ليدلی او اوس په دې سړه هوا کې په بې وزلۍ او ناروغۍ کې ژوند کوي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکی عبدالغفور وايي: «هغه خواړه چې زموږ زړه ورته کیږي نه شته، زموږ ګېډه مناسبۍ ډوډۍ ته اړتیا لري، چې نه پیدا کیږي.»

دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خپلې لور د زده کړو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د نیمروز ولایت اوسېدونکې جمیله وايي: «خدای دې وکړي چې یو ځای ته ورسیږي، خپل درس ووایي او په راتلونکي کې یو څه شي. له ښوونځی پاتې ده او اوس نه شي کولی ښوونځي ته لاړه شي.»

د دې کورنۍ وضعیت له ایران او پاکستانه د ایستل شویو کسانو د ژوند د خرابوالي یوه بیلګه ده.

طالبان وايي، هره ورځ په منځنۍ توګه له ایرانه ۲۰۰۰ افغانان هېواد ته راستنېږي او یا هم را شړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په ۲۰۲۳ کال کې یوازې ۵۱۶ کسان په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي.