افغانستان

امریکا د دوحې په ناسته کې د توماس‌وېست او رینا امیري ګډون تایید کړ

امریکا د دوحې په غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د دوو ځانګړيو استازو ټام ویسټ او رینا امیري ګډون تایید کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې واشنګټن د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک د غوښتنې ملاتړ کوي.

دغه وزارت د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

امریکا د افغانستان په اړه د نړیوالو تعاملاتو د همغږي کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل مهم بولي.

د دوحې غونډه په راتلونکو درې ورځو کې جوړیږي. خو طالبانو په دې غونډه کې د ګډون په اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.

د هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو له ځانګړو استازو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي غونډه.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم وټاکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي ټام ویسټ او رینا امیري به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.
دغه وزارت د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی معرفي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي: «دا غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک وروسته چې د دسمبر په میاشت کې تصویب شو، ترسره کیږي. امریکا افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د پریکړه لیک د غوښتنې کلک ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړي چې ژر تر ژره ځانګړی استازی وټاکي. ځانګړی استازی به چې د افغانستان په اړه نړیوال تعاملات همغږي کړي څو په دې پریکړه لیک کې ټاکل شوې موخې ترلاسه شي، ښه رول ولري.»

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل؛ د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وړاندیز او د امنیت شورا د ډسمبر میاشتې د پرېکړه لیک پر بنسټ کېږي. دا استازی به د طالبانو په ګډون له نړۍ سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو په اړه د نړۍ د تعاملاتو همغږي کولو او د ټولو خواوو ترمنځ د سولې خبرو اترو پر مخ بېولو ماموریت ولري تر څو د ښځو په ګډون یو ټول ګډونه جوړښت رامنځته شي.

تمه ده چې د دوحې غونډه به د ځانګړي استازي په معرفي کولو سره د افغانستان لپاره یو سیاسي بهیر پرانیزي.

د ښځو د حقونو فعاله حمیده لساني وايي: «طالبان واقعاً د افغانستان دننه تریخ حقیقت دی، خو موږ د طالبانو حکومت نه منو. نو له همدې امله باید د دوحې په غونډه کې د ټول ګډونه حکومت، ټاکنو ترسره کېدو او اساسي قانون په اړه جدي بحثونه وشي.»

ملګري ملتونه وايي، د دوحې غونډه به د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه له افغانستان سره د لا پراخې، لا همغږې او منسجمې نړیوالې همکارۍ په موخه جوړه شي.

دا غونډه د امنیت شورا د دسمبر میاشتې د پریکړه لیک پر وړاندیزونو ترسره کیږي. هغه پرېکړه ليک چې د تماس ډلې د جوړولو او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز لري.

اوس تمه کیږي چې د دوحې غونډه به د پرېکړه لیک د دې دوو وړاندیزونو رول روښانه کړي.