افغانستان

جان کربي: ترڅو طالبان «پر خپلو ټولو ژمنو» عمل ونه کړي په رسمیت نه‌پېژندل کېږي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په دوحه کې د راتلونکې اونۍ غونډې ته په اشارې سره وایي چې د امریکا له خوا د طالبانو د “رسميت پېژندلو” یا “عادي کولو” کومه هڅه نه شته.

جان کربي همداراز ټینګار کوي چې د طالبانو په اړه د واشنګټن پالیسي نه ده بدله شوې او طالبانو ته د امریکا ځواب معلوم دی چې د رسمیت پېژندلو لپاره دې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي چارو مرستیال ویلي وو چې د دوحې غونډه له طالبانو سره د نړۍ د تعامل لپاره ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډې ته پنځه ورځې پاتې دي، قرغزستان نن د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او اروپايي ټولنې د غونډې کوربه وو. خو تر اوسه د دوحې په غونډه کې د ګډون په اړه د طالبانو پرېکړه نه ده اعلان شوې.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال تېره اوونۍ ویلي وو چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه له طالبانو سره د نړۍ د تعامل لپاره ده. ورته موضوع چې نن د امریکا د ملي امنیت شورا له ویاند څخه هم پوښتل کیږي چې ایا د دوحې غونډه د طالبانو د عادي کولو لپاره ده؟

نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې د امریکا له لوري د طالبانو د “رسميت پېژندلو” یا “عادي کولو” لپاره کومه هڅه نه ده شوې.

جان کربي وایي: «د امریکا د حکومت له خوا د طالبانو د عادي کولو یا رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ داسې کومه هڅه نشته، موږ رسماً ویلي دي – څو ځله مو ویلي دي: که دوی غواړي د مشروع واکمنانو په توګه وګڼل شي، باید په ټولو هغو ژمنو عمل وکړي، چې کړي یې دی. او هغوی دا کار نه دی کړی، دا د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته ته وړاندې کوم څو د هغه څه په اړه چې د ملګرو ملتونو سازمان یې ترسره کوي، خبرې وکړي. د طالبانو په اړه زموږ په پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.»

د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ غونډه به د راتلونکې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځ جوړه شي. هغه غونډه چې د افغانستان د برخلیک لپاره مهمه بلل کیږي او د باخبرو سرچینو د څرګندونو پر بنسټ په دې غونډه کې به ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او یا معرفي کړي.

خو طالبان د دغه استازي د ټاکلو مخالف دي. او لا هم په دې غونډه کې دوی د خپل ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. د افغان ښځو د ملي يووالي چتر د همغږۍ شورا په یوه خبرپاڼه کې د دوحې په غونډه کې د طالبانو له ګډون سره مخالفت ښودلی دی.

د افغان ښځو د ملي یووالي د همغږۍ شورا د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د افغان ښځو ټول اعتراضي خوځښتونه؛ د دوحې غونډه د طالبانو په ګډون د افغان ملت د ارادې خلاف ګڼي او د دې غونډې هرې پایلې ته د شک په سترګه ګوري او د افغانستان د حق، عدالت او ازادۍ په ملاتړ د معترضو ښځو په توګه؛ د داسې غونډو جوړېدل، چې د خلکو له ګټو سره په ټکر کې وي، تحریم کوو او د مدني ټولنې، د ښځو د حقونو د فعالانو او د بشري حقونو د بنسټونو او همدارنګه د افغانستان د اعتراض کوونکو ښځو هر ډول لاسوهنه په کلکه ردوو.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي چې نړۍ باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت هېر نه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله طاهره احمدي وايي: «په تیرو دریو کلونو کې د دې ډلې (طالبانو) لخوا په سیستماتیک ډول د ټولنې نیمایي برخه چې ښځې دي، له خپل هویت څخه لیرې شوي او هره ورځ د دې ډلې (طالبانو) له خوا د ناوړه جنسیتي قوانینو له مخې نیول کیږي او له ټولنې ایستل کیږي.»

په داسې حال کې چې د دوحې غونډې ته یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، قرغزستان د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او اروپايي ټولنې د غونډې کوربه وو.

په قرغزستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د دغې غونډې لپاره قرغزستان ته تللي دي. د دې غونډې تر څنګ به نورې لیدنې هم ولري.

په قرغزستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ دفتر وایي: «د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د استازو د غونډې لپاره قرغزستان ته رسېدلی دی. دوی به د قرغزستان له چارواکو او مدني ټولنې سره هم وګوري.»

تر دې مخکې په لندن او د طالبانو په کوربه توب په کابل کې سیمه ییزه ناسته ترسره شوې وه، چې ظاهراً په دوحه کې د د افغانستان په اړه راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو له غونډې سره تړاو لري.