افغانستان

په کابل کې د بې‌نمبرپلېټه موټرو له زیاتوالي د ښاریانو اندېښنه

په کابل ښار کې د بې نمبر پلېټه موټرو تګ راتګ زیات شوی او کابل ښاریان وايي چې دغه موټرونه په ښار کې په ازاده توګه ګرځي راګرځي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کابل ښار په هر کونج کې دا ډول موټر لیدل کېږي او که کومه ترافیکي پېښه رامنځته شي، نو بیا دا موټرونه نه پېژندل کیږي.

له بلې خوا، یو شمېر کابل ښاریان وايي چې د دغه ښار پر سړکونو له ګڼې ګوڼې او لار بندۍ څخه تر پوزې راغلي دي.

د موټرو دا بېلابېل ډولونه چې لیدل کېږي نمبر پلیټونه نه لري او د کابل سړکونه له داسې موټرونو ډک دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، چې په ښار کې بې نمبره پلېټه موټر په ازاده توګه ګرځي او دا ستونزه له کنټروله وتلې ده.

دغه ښاريان د ترافيکي پېښو له امله اندېښمن دي، چې په دې صورت کې به د بې نمبر پلېټه موټر چلوونکو پېژندنه ستونزمنه شي.

د دې ستونزې تر څنګ په کابل ښار کې د ولایتي نمبر پلیټونو موټرونو تګ را هم مخ په زیاتېدو دی.

د کابل اوسېدونکی ظفر وايي: «بې پلېټه موټر ډېر دي، که څوک ووهي، مسوولیت یې څوک پر غاړه اخلي.»

یو شمېر موټر چلوونکي وايي، خلک د اړتیا او د کار د نشتوالي له امله په کابل ښار کې له ولایتي نمبر پلیټونو سره موټر چلوي.

موټر چلوونکی شاداب وايي: «د کابل، هرات او ولایتونو په پلیټونو خلک د اړتیا له مخې راځي کار کوي، له هغې پرته خلک نه غواړي چې کابل ښار ته دننه شي، زه شخصاً له سهاره تر ماښامه ۵۰۰ افغانۍ کار نه کوم.»

د کابل یو بل اوسېدونکی رامین وايي: «له هر ولایت خپل پلېټ د تګ راتګ لپاره کاروي. دلته کابل ښار ته له هر ولایت موټرونه راغلي کار کوي. ګڼه ګوڼه ډېره ده.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل پر سړکونو له ترافیکي ګڼې ګوڼې هم شکایت کوي.

لامل يې په ښار کې د موټرونو د تګ راتګ زياتوالى او د تم ځایونو نشتوالى ښیي.

يو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې اوسمهال لس دقیقې لاره په يوه ساعت کې وهي.

د کابل اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «تم ځایونه نشته، د ګڼې ګوڼې لاملونه د تم ځایونو نشتوالی دی، موټر بې ځایه ولاړ دي، په کابل کې تم ځایونه نشته.»

د کابل اوسېدونکی عبدالله وايي: «د کابل ښار پر لاره ګڼه ګوڼه زیاته ده، هغه لاره چې پخوا به مو په لسو دقیقو وهله، اوس په یو ساعت کې ځو، ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د تېلو مصرف هم ډېر شوی دی.»

طالبانو ونه غوښتل په دې اړه د آمو ټلوېزيون له خبريال سره خبرې وکړي، خو د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل د ترافيکو رياست شمېرې ښيي چې هره ورځ له يو ميليون ډېر موټرونه په ښار کې تګ راتګ کوي.