افغانستان

یو شمېر ماشومانو ښوونځی پرېښی او سختو کارونو ته یې مخه کړې ده

په افغانستان کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي چې، که کار ونه کړي، کورنۍ به یې وږي پاتې شي.

دغه ماشومان زیاتوي، چې خپلو کورنیو ته د ډوډۍ د برابرولو لپاره اړ شول چې ښوونځي پرېږدي.

دوی له مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې له دوی سره مرسته وکړي، څو زده کړې وکړي.

هغه په ۱۳ کلنۍ کې، د خپلې ​​کورنۍ کې یوازینی ګټیالی دی.

د شپږو کسانو کورنۍ چې د ورځې او شپې له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو عاید لري.
وايي، اړ شو چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره ښوونځی پرېږدي.

ارمان یې و، چې ښوونکی شي خو بېوزلۍ ترې دغه ارمان هم واخیست.

هغه زیاتوي: «د ورځې شل یا دېرش افغانۍ کار کوم او یو کوچنی ورور لرم چې هغه هم کار کوي، په کور کې بل د اړتیاوو برابروونکی نه لرو.»

دا یوازې بسم الله نه دی، د ده په څېر ډېر ماشومان په هېواد کې د بېوزلۍ د ډېرېدو قرباني شوي دي.

د یونیسف د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۱.۶ میلیونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

یو بل کارګر ماشوم وايي: «له ورور سره مې په بازار کې کار کوم او که موږ نه وو، څوک نشته چې زموږ لپاره ډوډۍ راوړي.»

همداراز یو بل کارګر ماشوم وايي: «موږ اړ یو چې ښوونځی پرېږدو او کار وکړو؛ ځکه په کور کې د ډوډۍ راوړلو بل څوک نه لرو، وروڼه مې تر ما کوچني دي چې کار نه شي کولای.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی و، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته مهال د مرستندویه بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې ۷.۸ میلیونه ماشومان کافي خواړه نه لري.