سوداګري

د ژمي سړه هوا او کندهار کې د کب پلورونکو ګرم بازار

د ژمي سړې هوا د کندهاري کب پلورونکو بازار ګرم کړی دی. کندهار کې د کبانو پلورونکي وايي، د فارمونو د کبانو ترڅنګ د هلمند سیند کبان بیا ډېر مينهوال لري.

کندهاريان وايي چي د اقتصادي ننګونو سره سره بيا هم د ژوند له ستونزو څخه د خلاصون په موخه هره جمعه ورځ د کبانو خوړلو ته ځي. دوی وايي، د دې ولایت له لیرې پرتو سیمو هم خلک کندهار ښار ته راځي او د کبانو له خوړلو خوند اخلي.

په کندهار کې د ژوند له ګڼې ګوڼې او بوختیاو لېرې دا بازار د هغو کسانو لپاره یو ځای ګرځېدلی چې د دې ولایت له لرې پرتو سیمو او حتی له ګاونډیو ولایتونو دلته راځي او خپلې سړې شپې ورځې د کبانو په خوړلو ګرموي.

د کندهار اوسېدونکی عبدالخالق وايي: «ماشاءالله ډېر خوندور کبان دي، ما په نورو ځايونو کې هم خوړلي دي، خو دومره خوندور نه وو.»

دوی له سپین بولدک ولسوالۍ راغلي دي؛ وايي د اقتصادي ننګونو له امله ورته په سخته دا فرصت برابر شوی دی.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی احمد وايي: «زه له سپین بولدک ولسوالۍ راغلی یم او واقعاً خوند مې واخیست او ډیر ښه تېر شو.»

د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی داد محمد وايي: «ډېر خوندور کبان وو، موږ په دې باراني موسم کې مو ډېره ښه فضا درلوده او دا کبان په خورا ښه او سمه توګه پاخ شوي وو.»

خو بله خوا د کبانو روزونکي د خپلو فعالیتونو د دوام په اړه اندېښمن دي؛ د یخچالي کبانو راتګ او وچکالي د دوی د کار دوه مهمې ننګونې دي.

لکه څنګه چې د کندهار ځايي چارواکو ویلي اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا زر د کبانو فارمونه فعال دي، چې هر کال شاوخوا شپږ زره ټنه غوښه تولیدوي او یوه برخه یې ګاونډیو ولایتونو ته هم استول کېږي.

د کبانو د روزنې یوه شرکت مسوول محمد ابراهیم وايي: «موږ دلته درې ډوله کبان لرو؛ ګاز، د سپینو زرو او درېیم ډول هم کمن دي، چې ترټولو غوره یې ګاز کبان دي، چې زیات مینه‌وال لري.»

دا مهال په کندهار کې یو کیلو کبان له ۵۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي، یوه کیلو وارداتي کبان بیا له ۱۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي.