نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په سرحدي سیمو کې ترهګر د درېيمو هېوادونو له‌خوا اداره کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جسین امیر عبداللهیان وايي، په سرحدي سیمو کې ترهګر د درېیمو هېوادونو له خوا رهبري او اداره کېږي.

دغه لوړپوړي ایراني دیپلومات پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبري ناسته کې د دغه درېیم هېواد نوم نه دی اخیستی خو ټینګار یې وکړ چې تهران او اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ګډې لارې پر نقشې هوکړه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ترهګرۍ ګواښ د ایران او پاکستان ګډه ننګونه ګڼي.

له بلې خوا، یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي چې ایران او پاکستان په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له زیاتوالي اندېښمن دي.

د ایران او پاکستان ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته تهران د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته واستاوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې اسلام اباد او تهران د سرحدي امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په خپله اجنډا کې لا چټک او جدي اقدامات کوي.

دغه لوړ پوړی ایرانی دیپلومات په مشخصه توګه د کوم هیواد نوم نه اخلي، خو ټینګار کوي، چې ترهګر له دریمو هیوادونو څخه اداره او رهبري کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي: «په دې کې شک نشته چې د ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې ترهګر د دریمو هېوادونو له خوا رهبري او اداره کېږي او هېڅکله د ایران او پاکستان د دواړو هېوادونو خیر نه غواړي.»

د دغه سفر په ترڅ کې ایرانی پلاوی له پاکستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران او پاکستان اړیکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمې بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني وايي: «د ترهګرۍ ګواښ د ایران او پاکستان ګډه ننګونه ده. ایران او پاکستان هوډ لري چې د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې لپاره یوه ډله ییزه او ټولیزه تګلاره غوره کړي او دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سازماني میکانیزمونو په پیاوړتیا سره د ترسره کېدو وړ دی.»

له بلې خوا، د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې ایران او پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه لري او پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر یوه موخه د افغانستان له خاورې د امنیتي ننګونو د هواري لپاره د ګډې حل لارې موندل دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نعمت الله بیژن وايي: «د ایران او پاکستان یوه اندیښنه د افغانستان مسله ده، چې د افغانستان له خاورې دوی له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دي په ځانګړې توګه ایران. ځکه ایران په منځني ختیځ کې په څو اړخیزه کړکیچ کې ښکیل دی، او هغه مسله چې له پاکستان سره راپورته شوې د پاکستاني طالبانو مسله ده چې په پاکستان کې د دوی د فعالیتونو د زیاتوالي له امله د پاکستان حکومت او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.»

پوځی کارپوه میرزا محمد یارمند وايي: «طالبان د یوې هوکړې له مخې واک ته ورسېدل، اوس مهال د نړۍ ټولې ترهګرې ډلې له طالبانو سره په ګډه کار کوي او دا ډلې ادعا کوي چې طالب ډوله اسلام او امارت چې دوی خپله تعریف کړی، په ټوله نړۍ کې خپور کړي.»

پاکستان د دغه هېواد د طالبانو تحریک او ایران د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو له زیاتوالي اندېښمن دي او د خپلې ناامنۍ ريښې د افغانستان په خاوره کې ویني.