سوداګري ښځې

د بازار له نشتوالي د سوداګرو مېرمنو شکایت

یو شمېر سوداګرې مېرمنې د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي اندېښمنې دي.

دغه مېرمنې وايي، چې د طالبانو بندیزونو د دوی پر کاروبار هم ناوړه اغېز کړی او په بازارونو کې د دوی د تولیداتو او لاسي صنایعو پلور کم شوی دی.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۴ کال راپور ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې د ښځو د کار کولو کچه کمه شوې ده.

رقيه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصله وه. نوموړې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، کوچني کاروبار ته مخه کړه او دلته جامې او لاسي جوړ شوي توکي پلوري.

دغه محصله ټینګار کوي چې د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار نشتوالي له ننګونو سره مخ کړې ده.

د رقیې په نوم یوه محصله وايي: «ټوله ورځ دلته یوو، له نهه بجو تر ماښام پورې، خو عاید مو د نارینه وو په پرتله ډېر کم دی، له نارینوو ډېره سودا کیږي، نه پوهېږم، د کور ټول لګښتونه هم زموږ پر اوږو دي، موږ د اړتیا له مخې کار کوو.»

یو شمېر سوداګرې مېرمنې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کوي او وايي چې دې بندیزونو یې پر کاروبار ناوړه اغېز کړی دی.

دوی زیاتوي چې طالبانو د کوچنیو کاروبارونو لپاره اسانتیاوې نه دي رامنځته کړي.

یوه سوداګره مېرمن نرګس وايي: «زه په لسم ټولګي کې وم چې ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول. ومې نه شول کولی درس ووایم، په ډیر کم لګښت مې شخصي کار پیل کړ. هغه څه چې زه یې تمه لرم، دلته کار کوم خو هره ورځ نه شم کولی ترلاسه یې کړم.»

په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام تازه راپور ښيي چې پر ښځو د طالبانو بندیزونو د افغانستان اقتصاد ته له ۶۰۰ میلیونو څخه تر ۱ میلیارد ډالرو پورې زیان رسولی او په دغه هېواد کې د ښځو د کار شمېر نږدې پنځوس سلنه کم شوی دی.