افغانستان

یو شمېر کابل ښاریان: د اوبو ترلاسه کولو په اوږدو کتارونو کې په ساعتونو انتظار باسو

د کابل اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي خبره کوي او وايي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په اوږدو کتارونو کې شپې سبا کوي.

دغه کابل ښاریان په ځانګړې توګه د کابل د یوولسمې او دیارلسمې امنیتي حوزې اوسېدونکي وايي چې د اړتیا وړ اوبو د ترلاسه کولو لپاره د اوږدو لارو مزلونه کوي.

د اوبو پېرودل د پیسو په بدل کې یوه بله چاره شوې چې په دې ورځو کې په پلازمینه کې دود شوې.

طالبان وايي، په کابل کې د نفوسو زیاتوالی په دغه ښار کې د اوبو د کمښت یو لامل دی.

کابل په دې ساړه موسم کې د واورې او باران په نشتوالي کې له لوړو غرونو څخه داسې وچه او له واورې پرته منظره لري.

دا خبره له ډېر پخوا څخه دود ده چې وايي کابل دې بې زرو وي خو بې واورې نه.

خو داسې ښکاري چې په دې ورځو کې کابل هم بې زرو دی او هم بې واورې او په تېرو درېیو کلونو کې د کافي واورو او بارانونو په نشتوالي کې وچکالي د کابل د اوسېدونکو لپاره یو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د کابل اوسېدونکی رجب رضايي وايي: «زما په کورنۍ کې لس کسان دي او زه باید اته بوشکې له اوبو ډکې کړم چې د څښاک، پخلي او اودس کولو لپاره تر کار واخلو، د جامو مینځلو لامبلو لپاره، موږ باید نیمه شپه په لیکه کې ودرېږو او د ماسپښین پورې صبر وکړو تر څو موږ ته وار ورسېږي.ِ»

دلته د کابل د ریګ ریشن په سیمه کې هر څوک هڅه کوي چې ژر تر ژره د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په اوږده کتارونو کې وار ونیسي.

په دې سیمه کې دوی ډېر نېکمرغه دي چې تر اوسه د یوه جومات د اوبو څاه نه ده وچه شوې.

د کابل اوسېدونکی کربلایي وايي: «همدا ستونزه ده ټولې څاګانې وچې شوې دي، د اوبو ټانکونه خالي دي او موږ اوبه نه لرو.»

د کابل په ډېرو سیمو کې هر ۲۰ لیتره اوبه له ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پلورل کېږي.
طالبان وايي، د کابل ټولې برخې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي: «لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، کابل یو ګڼ نفوسه ښار دی او ویلای شو چې د کابل ټولې برخې په ځانګړې توګه په ۱۱ او ۱۳ حوزو کې د اوبو له کمښت سره مخ دي.»

په دې ورځو کې په افغانستان کې د اوبو د کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د وچېدو د بحران تر څنګ، بې وزلۍ او تنګلاسۍ د خلکو له مهمو ستونزو څخه دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۱ میلیونه او ۲۰۰ زره وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې د افغانستان د نفوس ۶۰ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېر ۴۸ سلنه وو.