افغانستان

د نړۍ په ګوټ‌ګوټ کې د جنسیتي تبعیض او د هزاره‌وو د نسل‌وژنې په وړاندې اعتراضونه

نن د نړۍ ځینې برخې د هزاره‌وو د نسلوژنې د درېدو او په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید یا جنسیتي تبعیض د ختمولو په شعارونو سره د افغانانو د اعتراضونو شاهدې وې.

اعتراض‌کوونکو له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان وضعيت ته دې جدي پاملرنه وکړي او له ملګرو ملتونو او نړيوالې محکمې هم د دغو دوو مسئلو په اړه د جلا جلا دوسيې پرانيستلو غوښتونکي دي.

دغه اعتراضونه د افغانستان پر هزاره او شیعه وګړو د داعش له بریدونو او د طالبانو له خوا د دوی د خوښې وړ حجاب د نه رعایت له امله د ښځو او نجونو له نیولو وروسته پیل شوي دي.

د طالبانو ویاند له دې وړاندې آمو ته دغه ډول نیول کېدل رد کړي وو، خو د کابل د اتلسمې حوزې یوه امنیتي چارواکي د کابل په لوېدیځ کې د یوې غونډې په ترڅ کې دا نیونې تایید کړې.

د ايټاليا د روم ښار په يوه برخه کې د هزاره‌وو او شيعیانو د وژنې پر ضد د اعتراضونو په لړ کې يوه ماشوم ليکلي «د هزاره‌وو نسل وژنه ودروئ.» نن د جنورۍ پر ۲۱ د افغانستان له تخار څخه د نړۍ تر ګوټ ګوټ پورې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د هزاره ګانو د نسل وژنې او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو شعارونه ورکړل.

د دغو اعتراضونو په دوام؛ د ښځو له حقونو څخه د دفاع د خوځښتونو خپلواک ايتلاف وايي، خلک نور د هېواد اوسنی حالت نه شي زغملی.

تخار کې د ښځو د خپلواک ایتلاف د غورځنګ د اعتراض یوه برخه: «ريښتنی دردونکي ورځنی حقیقت پر ځو په ځانګړې توګه د هزاره او تاجک مېرمنو له وژنو، ځانمرګو بریدونو او د ځوانو مېرمنو له وروستیو نیول کېدو څخه دې پایلې ته رسېدلي یو چې د ټولو خلکو، سیمې او نړۍ صبر ختم دی. او باید د جنورۍ په ۲۱، د دې ژورې غوسې لپاره سړکونو ته راووځو.»

په پاکستان کې جلاوطنه افغان مېرمنې هم وايي، چې په افغانستان کې د بدمرغۍ یو مشخص پلان عملي کېږي.

د پاکستان د اعتراضونو په یوه برخه کې داسې ویل کېدل: «موږ وېښې ښځې یوو، موږ له تبعیض څخه کرکه لرو. حجاب (د طالبانو له خوا مطلوب حجاب) یوه پلمه ده، د ښځو ځپل یو پروګرام دی.»

تهران؛ د افغان عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ هم وايي، ملګري ملتونه او نړیواله محکمه باید په افغانستان کې د هزاره‌وو او شیعه وګړو د وژنې او پر افغان ښځو د بندیزونو په تړاو جلاجلا دوسیې پرانیزي.

تهران کې د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو په دې اعتراض کې ویل: «په افغانستان کې هزاره وګړي هېڅ امنیت نه لري، ښځې او نجونې د طالبانو په زندانونو کې په رواني ډول شکنجه کیږي، د افغان ښځو غږ واوسئ. د هزاره‌وو نسل‌وژنه بنده کړئ.»

جرمني، فرانسه، اسپانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونه، اسټرالیا او د امریکا ځینې برخې هم د دغو اعتراضونو شاهدې وې.

دا اعتراضونه په داسې حال کې کېږي، چې يوازې په تېرو شلو ورځو کې د کابل په لوېديځ کې چې د پلازمېنې د هزاره‌وو د استوګنې یوه برخه ده، دوه چاودنې پکې وشوې. له بلې خوا د داعش خراسان څانګې په وار وار د افغانستان هزاره او شیعه وګړو له جومات څخه تر سپورټي ځایونو پورې په ترهګریزو بریدونو په نښه کړي دي.

له بلې خوا یو شمېر هېوادوالو او خپلواکو سرچینو آمو ته تایید کړې چې طالبانو یو شمېر ښځې او نجونې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي؛ هغه قضیه چې د طالبانو د اتلسمې امنیتي حوزې امر هم د کابل په لوېدیځ کې د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول تایید کړه. که څه هم طالب وياند آمو ته دغه نيول کېدل رد کړي وو.

په همدې حال کې د خپلواکو سرچينو او ځينو هېوادوالو په وینا، طالبانو د دغو نيولو په دوام د کابل له خيرخانې او تايمني برخو څخه يو شمېر ښځې او نجونې نيولې دي.