سوداګري

د طالبانو له خوا د دولتي شرکتونو لپاره د خپلواکې ادارې جوړېدل

د طالبانو مشر د افغانستان دولتي شرکتونو لپاره د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو امر صادر کړ.

د هبت الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ، د کابینې ځینې غړي او د رییس الوزرا د دفتر د اقتصادي کمېسیون غړي د دې ادارې غړیتوب لري او د دغو شرکتونو د کار د تنظیم لپاره به کار کوي.

د طالبانو له خوا د دولتي شرکتونو ارزښت او پانګه پنځلس میلیارده ډالره اټکل شوې ده.

عبدالغني برادر وايي، دولتي شرکتونه کولی شي له خصوصي سکتور سره سالم رقابت وکړي او د توکو د زېرمه کولو مخه ونیسي.

په دې مراسمو کې طالبانو د مرکزي سیلو، د هلمند د بست فابریکې او لسګونو نورو شرکتونو په ګډون د دولتي شرکتونو د کار د پرمخ بیولو لپاره یوه خپلواکه اداره جوړه کړه.

دا اداره چې عبدالغني برادر او د طالبانو د کابینې ځینې غړي یې غړیتوب لري، د هبت الله اخندزاده له خوا جوړه شوې ده.

طالبان هڅه کوي چې د دولتي شرکتونو د خپلواکې ادارې په جوړولو سره خپل عایدات زیات کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، دولتي شرکتونه به د بودیجې په تمویل کې مهم رول ولري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي: «له خصوصي سکتور سره د دولتي شرکتونو سالم رقابت، د ذخیرې مخنیوی، د غوره خدماتو وړاندې کول او له دولتي بودیجې سره مرسته رامنځته کوي، خو له بده مرغه په ​​افغانستان کې دولتي شرکتونه د دغو موخو په لاسته راوړلو کې وروسته پاتې دي.»

طالبانو د دولتي شرکتونو د ارزښت د څېړنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې او د یادې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ د دغو شرکتونو ارزښت او سرمایه ۱۵ میلیارده ډالره اټکل شوې ده.

د دولتي شرکتونو مشر احمد جان بلال وايي: «د فرمان له مخې د اماراتي شرکتونو د تنظیم لپاره یوه خپلواکه اداره جوړه شوه، چې د کابینې او اقتصادي کمیسیون غړي یې غړيتوب لري.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مومند وايي: «د هغو خلکو په همکارۍ چې همکارۍ ته لیواله دي، د بیلګې په توګه، یو کس چې په کور کې دوه زره ډالر لري، که د فابریکې پلان اعلان شي، چې مثلاً د بست فابریکه پرمختګ کوي او د سپین غر فابریکه پرمختګ کوي، ټول خلک به همکاري وکړي او زما وړانديز دا دی چې خلک په پام کې ونيول شي او ونډه ورکړل شي.»

په ۲۰۱۹ کال کې دولتي تصدۍ په دولتي شرکتونو بدلې شوې او اوس په افغانستان کې د فلزي عناصرو، جبل السراج سمنټو، لاسي صنایعو د پراختیا تصدیق او ساختماني تصدۍ په برخو کې ۴۴ دولتي شرکتونه شتون لري او دغه شرکتونه سره له دې چې سلګونه جریبه ځمکه لري، په زیان سره کار کوي.