افغانستان

طالبان د لاوروف د څرګندونو په ځواب کې: افغانستان ټولګډونه حکومت لري

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو وروسته طالبانو ویلي چې د دوی حکومت ټولګډونه او ځواب ویوونکی دی.

د طالبانو ویاند له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

خو د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه وايي چې طالبان باید د ټول ګډونه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

له بلې خوا، د هېواد اوسېدونکي وايي چې طالبان دې د ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار محدودیتونه لېرې کړي او سیاسي هوکړې ته دې زمینه برابره کړي.

د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف وايي: «د دې لپاره چې طالبان په رسمیت وپیژندل شي، د یو ټول ګډونه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده، په حکومت کې قومي اقلیتونه شامل کړي، او له سیاسي لیده هم باید ټول ګډونه وي او اوس د دوی مخالفین د حکومت له دائرې بهر دي.»

اوس طالبان وايي چې د دوی حکومت ټول ګډونه او ځواب ویوونکی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «افغانستان ټولګډونه او ځواب ویوونکی حکومت لري، امنیت او ثباب یې تامین کړی، دا هغه حکومت دی چې د افغانستان خلکو یې تمه درلوده او الحمدالله اوس په واک کې دی، نور هېوادونه باید په ټوله کې له افغانانو او افغانستان سره همکاري وکړي. د افغانستان کورني مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او دا مسله بل کوم هېواد پورې اړه نه لري او نور هېوادونه باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

په تېرو دوو کلونو کې د ګاونډیو او هغو هېوادونو په ګډون چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري، له دوی غوښتي چې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو ته غاړه کیږدي.

ځینې ​​سیاسي ګوندونه او جریانونه هم د نړۍ په شان ورته هیله لري.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا ویاند حسین یاسا وايي: «د ملي مقاومت شورا په دې باور ده، دا سمه ده چې موږ د ټول ګډونه نظام په اړه خبرې کوو، البته، داسې نظام چې د خلکو په اراده ولاړ وي، په داسې نظام کې چې د انتخابولو او انتخابېدو حق مهم وي. هغه نظام چې تعصب په کې نه وي، داسې نظام چې په ټولو برخو کې د نارینه او ښځو تر منځ د برابرۍ پر بنسټ ولاړ وي، طالبان له دغو ارزښتونو څخه یو هم نه مني.»

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، چې د ټول ګډونه حکومت نه شتون په افغانستان کې د ډېرو سیاسي او امنیتي ستونزو لامل کېدی شي.

یو شمېر هېوادوال هم د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکي دي او له طالبانو غواړي چې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د روسیې ترڅنګ ایران او پاکستان هم د طالبانو له لوري د یوه جامع او ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کوي، خو طالبانو هر ځل ویلي چې د دوی حکومت ټولګډونه دی.

د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، هغه کسان چې له دوی سره د تاجک، ازبک او هزاره قومونو په استازیتوب کار کوي، د طالبانو اړوند شخصیتونه دي او اړتیا ده چې له طالبانو بهر شخصیتونه هم په حکومت کې ونډه ولري.