سویلي آسیا

د ایران پر سیستان و بلوچستان د پاکستان د برید په وړاندې غبرګونونه

د تهران او اسلام آباد ترمنځ د کړکېچ په دوام کې پاکستان د ایران د سیستان و بلوچستان په ځینو برخو برید وکړې.

تر دې مخکې ایران د پاکستان پر سرحدي سیمو توغندیزو بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې ترهګر یې په نښه کړي دي.

اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې د پاکستان مخالف ترهګر یې په نښه کړي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، په دغو توغندیزو بریدونو کې د څلورو ماشومانو، دریو ښځو او دوو بهرنیو نارینه وو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

طالبانو له دواړو لورو غوښتي دي چې دغه کړکېچ له ډيپلوماټيکو لارو هوار کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، هيله لري، دغه کړکېچ په سوله ييز ډول حل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې هم غیر فعالې دي.

د شپې په تیاره کې د دغو توغندیو ویشتلو د اسلام اباد او تهران اړیکې له دې تورې شپې څخه هم ډېرې تورې کړي دي.

څو ساعته نه وو تېر شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ د ایران په سیستان و بلوچستان کې یو شمېر ترهګر په نښه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وايي: «پاکستان نن سهار د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترهګرو په پټنځایونو یو لړ دقیق، بشپړ، همغږي او هدفي پوځي بریدونه وکړل. په دغو عملیاتو کې چې د «مرګ پر سرمچار» تر نامه لاندې ترسره شول، یو شمېر ترهګر وژل شوي دي. په تېرو څو کلونو کې له ایران سره د اړیکو په لړ کې، پاکستان تل د ایران له حکومتي ادارې بهر د پاکستاني نژاده ترهګرو چې ځانونه سرمچار بولي، د پټنځایونو په اړه خپلې جدي اندېښنې شریکې کړې دي.»

تر دې مخکې تهران هم له ایران سره د پاکستان پر سرحدي سیمو توغندیز بریدونه کړي وو او ویل کېدل چې هدف یې د ایران مخالفه پوځي ډله جیش العدل وه. پاکستان د دوو ملکي ماشومانو وژل کېدل او د درېيو نورو نجونو ټپي کېدل تاييد کړي وو، خو اوس ايران وايي، د پاکستان په توغندیزو بريدونو کې د درېيو ښځو، څلورو ماشومانو او دوو بهرنیو نارينه وو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي: «ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې د ایران له پولې څخه په درې یا څلور کیلومترۍ کې په یوه کلي کې په یوه چاودنه کې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه نارینه چې بهرنيان وو، وژل شوي دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه وویل چې د تهران او اسلام اباد ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې هم بندې شوي دي.

په پاکستان کې د پوهنتون استاد عباس قندیل وايي: «داسې ښکاري چې مخابراتي اړیکې له منځه تللي دي، هرڅومره ژر چې دا اړیکې بېرته ورغول شي، نو موږ تمه کولی شو چې دا شخړې په نږدې راتلونکي کې پای ته رسیږي.»

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري غونډه کې دغې موضوع ته ډېره لنډه اشاره وکړه او ویې ویل چې هيله لري دا مسله په سوله ييزه توګه حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم له تهران-اسلام اباد غوښتي چې خپل منځي کړکېچ دې له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې وایي: «څنګه چې سیمه له سختو جګړو او اوږده بې ثباتۍ وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي، نو دواړه لوري باید د سیمې د ثبات د لا ټینګښت لپاره کار وکړي او اختلافي مسایل د ډیپلوماتیکو لارو او خبرو اترو له لارې حل کړي.»

د دې وضعیت دوام د دواړو هېوادونو لپاره زیانمن ګڼل کېږي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه فرهاد ابرار وايي: «په سیمه کې له اوسنیو حالاتو سره سره، دواړه خواوې (ایران او پاکستان) ښه پوهېږي چې د اوسني وضعیت دوام به د دوی په ګټه نه وي.»

له دې ټولو سره سره هغه څه چې د دې کړکېچ لامل ښودل شوی دا دی چې ایران وايي د دوی مخالفه جیش العدل ډله د پاکستان په سرحدي سیمو کې حضور لري، له بلې خوا پاکستان وايي، د بلوڅانو یوه ډله چې د سرمچار په نوم مشهوره ده اږ اسلام اباد یې د خپل ځان لپاره امنیتي ګواښ ګڼي د ایران په سیستان او بلوچستان کې شتون لري.