افغانستان

یو شمېر کورنۍ وايي د ستونزو له امله د ورځې یوازې یو یا دوه وخته ډوډۍ خوري

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي، بېوزلي د دې لامل شوې، چې خپل د خوړو وختونه کم کړي.

د هېواد دغه اوسېدونکي زیاتوي، چې په وروستیو میاشتو کې یې عاید کم شوی او د ځان او کورنیو لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره کمې پیسې لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس لري او په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سړي سر عاید یې تر ټولو ډېر ټیټ دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام راپور ورکړی چې د افغانستان د سړي سر عاید د ورځې له یو ډالر هم کم دی.

جملیه او خاوند یې د ۱۱ کسیزې کورنۍ یوازیني ګټیالان دي چې د میاشتې په درې زره افغانۍ عاید لري.

وايي، ډېره ستونزمنه ده چې په دې پیسو د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ برابره کړي او له همدې امله هره ورځ یو یا دوه وخته ډوډۍ خوري، هغه هم یوازې چای او ډوډۍ.

جميله وايي: «زموږ په کور کې هېڅ څه نه شته. ادارې راځي خو موږ ته څه نه راکوي. زه پخپله د اعصابو تکلیف لرم. د بې وزلۍ له امله زما حالت خراب شوی او زه له خپلو ماشومانو هم لېرې کېږم. له یوې خوا زما اعصاب خراب دي او له بلې خوا بېوسي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا یو اېن ډي پي د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان د ناخالصو تولیداتو او د سړي سر عاید ګراف راټیټ شوی او په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان خلکو په اوسط ډول په کال کې ۳۳۲ ډالره عاید لرل. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د خلکو د سړي سر عاید په کال کې ۵۱۲ ډالره و.

دا راپور ښیې چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د سړي سر تر ټولو ټیټ عاید لري او ورځنی عاید یې ۹۰ سینټو ته رسیږي.
په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان ناخالص تولید ۱۹.۵ میلیارده ډالره و، خو اوس دغه شمېر ۶ میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د پوهنتون استاد سید مسعود وايي: «د جمهوریت په وخت کې، موږ شاوخوا ۱.۵ ډالرو او حتی «ورځ کې» ۲ ډالرو ته رسیدو خو په ۲ ډالرو کې هم فقر ډیر و. خو اوس د عوایدو دومره کمښت سره چې موږ په ورځ کې شپیته سنټه لرو، دا په دې مانا ده چې زموږ د فقر کچه ۹۷ ته رسیږي او موږ د تادیاتو توازن او د سوداګرۍ بیلانس کې خورا لوی کسر لرو.»

نړیوال بانک په ۲۰۲۴ کال کې هغه هېوادونه چې د سړي سر عاید یې ۱۱۳۵ ډالره دی د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په توګه معرفي کړل، خو د افغانستان د سړي سر عاید په کال کې ۳۳۲ ډالره دی.

د اقتصادي کارپوهانو په اند، په ورځ کې له یو ډالر څخه د سړي سر کموالی د بې وزلۍ ډېروالی ښیي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وروستي راپور چې د جنورۍ په ۱۰ مه خپور شو، ښيي چې د افغانستان ناخالص تولید له ۲۰۲۰ کال وروسته ۲۹ سلنه کم شوی او پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان اقتصاد ته له ۶۰۰ تر یو میلیارد ډالرو زیان رسېدلی دی.