افغانستان

د افغانستان لپاره د تماس ډلې پر جوړولو د ایران او پاکستان هوکړه

ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د تماس ډلې پر جوړولو او طالبانو ته د وړاندیزونو پر ورکولو هوکړه وکړه.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د تماس سیمه ییزه ډله طالبانو ته د رغنده وړاندیزونو یوه بسته جوړوي، څو طالبان وکولی شي په عملي کولو سره یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو اندېښنې هوارې کړي.

له بلې خوا یو شمېر کارپوهان وايي، تر څو چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له داعش سره په مبارزه کې رښتیني نه وي، د تماس ډلې جوړول او د هغوی وړاندیزونه به په افغانستان او سیمه کې د سولې له ټینګښت سره هېڅ مرسته ونه کړي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي «حسن کاظمي قمي» پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د تماس ډلې د جوړولو او طالبانو ته د وړاندیزونو د وړاندې کولو لپاره له پاکستان سره هوکړه اعلان کړه.

ښاغلي «قمي» په ایکس کې لیکلي، چې دوی به طالبانو ته د رغنده وړاندیزونو یوه بسته وړاندې کړي، څو هغوی د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنې هوارې کړي، خو د دغو وړاندیزونو د جزئیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

ښاغلي قُمي زیاته کړې: «موږ له خپلو پاکستاني سیالانو سره هوکړه وکړه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې بنسټ جوړوي او طالبانو ته د رغنده وړاندیزونو یوه بسته وړاندې کوي. د تماس ډله او د هغې اجنډا د پراخېدو وړ ده او کولی شي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته رسېدنه وکړي او د افغانستان په اړه سیمه او نړیواله ټولنه د یوې مشخصې اجنډا په بڼه له منطقي مهال ویش سره ګام په ګام مخ ته یوسي.»

ځینې ​​کسان بیا د تماس ډلې جوړول پر طالبانو فشار ګڼي.

د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو کارپوه رمضان علي فصاحت وايي: «پاکستان ته د ایراني پلاوي سفر او د افغانستان لپاره د تماس د یوې ډلې د جوړېدو ملاتړ د دې لپاره کېدی شي چې دواړه هېوادونه طالبان په غوږ ووهي څو له ترهګرۍ او افراطیت سره په ځانګړې توګه د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کې لا ډېر فعال او جدي شي. په ځانګړې توګه داعش د درې واړو هېوادونو پاکستان، ایران او افغانستان لپاره د خطر او ګواښ عامل دی.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي. تمه ده چې ښاغلی قمي د آی، ایس، آی له مشر سره هم وګوري.

ایران دوې اوونۍ وړاندې په کرمان کې د داعش له خونړي برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۹۵ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول، په خپله خاوره کې د دا ډول بریدونو د دوام په اړه اندېښمن دی.

د نړیوالو اړیکو پروفیسور عبدالحمید محمودي وايي: «په افغانستان او سیمه کې وروستي بدلونونه کولی شي داعش لا وهڅوي، چې ایران یې اندېښمن کړی دی. په همدې اساس او د نړۍ د مناسب چاپیریال له مخې ایران تل هڅه کوي، له طالبانو سره په رسمي ډول چې له داعش سره مخالفت لري او پاکستان وکولی شي د سیمې یووالي رامنځته کړي او رامنځته شوي زیانونه او یو شمېر لوبغاړي لږ تر لږه د شونتیا تر حده ورسوي.»

د کرمان له برید وروسته د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د طالبانو د ریس الوزرا له سیاسي مرستیال سره هم وکتل – هغه لیدنه چې په کې عبدالکبیر قومي ته ویلي وو چې افغانستان د ایران لپاره ګواښ نه دی او د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې مثبت رول لوبوي.