سوداګري

د تورخم لارې د پرانیستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو بې پایلې پای‌ته رسېدل

ننګرهار ولایت کې تورخم بندر

د تورخم د لارې پرانیستلو په اړه د طالبانو او پاکستاني ګمرک چارواکو ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې او دغه لاره د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې طالبان موټر چلوونکو ته د اسنادو د ورکولو لپاره لازمې اسانتیاوې نه لري او له اسلام اباده یې غوښتي، چې ناروغانو ته په بشر دوستانه توګه پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړي.

له بلې خوا، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، چې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او د سبزیو او میوو د لېږدولو ډېری موټرونه خراب شوي دي.

پاکستاني سرحدي چارواکو د سې شنبې په ورځ له طالبانو سره د تورخم دروازې د پرانستلو په اړه ناسته وکړه، خو دغه ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.
دواړه لوري د پاسپورټونو د لازمي کولو او د اسنادو د چمتو کولو د ظرفیت د لوړولو په اړه له خپلو دریځونو څخه نه دي شاته شوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په ګمرک کې د طالبانو او سیمه ییزو پاکستاني چارواکو تر منځ په ناسته کې شمېرې ورکړل شوې دي چې، په سلو کې ٩٠ سلنه موټر چلوونکي او ناروغان پاسپورټونو ته لاسرسی نه لري او اسلام اباد باید په بشر دوستانه توګه ناروغانو ته په ځانګړې توګه د سرطان ناروغانو ته د تلو راتلو اجازه ورکړي.

بل خوا یو شمېر موټر چلوونکي چې د لارې په اوږدو کې بند پاتې دي وايي، اوبه او ډوډۍ ته لاسرسی نه لري او څلور ورځې کېږي چې د تورخم لاره تړل شوې ده.

موټر چلوونکی فیض الله وايي: «افغانستان پاسپورت نه ورکوي، پاکستان ویزه نه ورکوي، زموږ کار د دوی لاس ته بند دی، او پاسپورټ او ویزه نه ورکوي، باید اسانتیاوې رامنځته کړي او په تورخم کې دې داسې وي چې هر ځل په اونۍ او میاشت کې دروازه تړل کېږي، نه په خپلې سوداګرۍ پوهېږو نه په خپل کار پوهېږو، ټول کانټینرونه ولاړ دي، د سبزیو وړونکي موټرونه ولاړ دي، موږ تاوان وینو.»

بل موټر چلوونکی نادر خان وايي: «نن څلورمه ورځ ده، نه ډوډۍ شته، نه اوبه شته. اودس له تیمم ​​سره کوو. پاسپورټ موږ سره شته خو نېټه یې ختمه ده. افغانستان پاسپورت نه راکوي، پاکستان ویزه نه راکوي، که چا سره پاسپورټ هم وي، وغواړو ویزه واخلو دوه میاشتې وروسته احوال رارسي چې ویزه لغوه شوه، موږ څه وکړو.»

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه په دې باور ده، چې پاکستان د حاصلاتو په موسم کې د بېلابېلو پلمو له مخې د تورخم لاره تړي او افغان سوداګران میلیونونه ډالر زیان ویني.

د دې خونې یو مسوول میرویس حاجي زاده وايي: «پاکستان هر کال درې یا څلور ځله د میوو د را ټولولو په موسم کې، د سبزیو په موسم کې او د افغانستان د سوداګرۍ په موسم کې په بېلابېلو پلمو دغه لارې بندوي او هغه هم کله چې ټول مالونه پولې ته ورسي او د بېرته راګرځېدلو لاره ونه لري. او په دې توګه هر کال افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړوي. کله چې میوې او سبزانې د څو ورځو لپاره ودرول شي، نو ښکاره ده چې هغه خرابې کېږي او سوداګر مجبور کېږي، چې ټول لرې وغورځوي.»

د تورخم لارې تړل کېدل، د کابل په بازارونو کې هم د سبزیو او مېوو بیې لوړې کړې دي.

يو شمېر هټۍوال وايي، چې مېوې او سبزي ډېر ژر خرابېږي او دا مهال د افغانستان ډېرى مېوې او سبزي له بهر څخه واردېږي.

د مرتضی په نوم هټۍوال وايي: «میوه او سبزیانې هغه څه دي چې که په لنډ وخت کې سم ځای ته ونه رسیږي، د ډیر وخت لپاره نه ساتل کېږي او زر خرابېږي او سوادګر اړ کېږي چې ټول لرې وغورځوي، چې د هغوی د زیان لامل به شي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په پرتله لوړ دی او افغان سوداګر خپل ډېر ترانزیټي توکي د پاکستان د کراچۍ او واګه له بندرونو واردوي.