افغانستان

پاکستان د تورخم دروازه د افغانستان د باروړونکو او ټرانزیټي موټرو پر مخ وتړله

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د ګمرک مسؤولینو له مخکنۍ خبرتیا پرته د بار وړونکو او ټرانزیټي موټرو پر چلوونکو نوي بندیزونه لګولي او د اسنادو لرل یې اړین بللي دي.

د دې خونې اداري پلاوی زیاتوي، چې د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګریزو توکو لویه برخه د تورخم له لارې واردېږي او د دې لارې بندېدل به سوداګرو او عامو خلکو ته ستر زیانونه واړوي.

د پاکستان له نوې پرېکړې وروسته د تورخم دروازې دواړو غاړو ته سلګونه افغان باروړونکي او ټرانزیټي موټرونه درېدلي دي.

ډېری دغه موټرونه د افغانستان سوداګريز او ټرانزيټي توکي لېږدوي، چې له بېلابېلو هېوادونو يې افغانستان ته توکي واردول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د دې لارې بندېدل به په ځانګړې توګه پر هغو توکو چې ژر خرابېږي، ناوړه اغېز وکړي او سوداګرو ته به میلیونونه ډالر زیان ورسوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي غړی مخلص احمد وايي: «دا ډول پرېکړه یوه اړخیزه ده او موږ په وار وار غوښتنه کړې چې دا ډول پرېکړې باید د اسلام اباد او کابل ترمنځ د هوکړې له مخې وشي. له بده مرغه دا نه یوازې د افغانستان بلکې د ګاونډي هېواد، عامو خلکو او عوایدو ته او د پاکستان د حکومت، بشري ځواکونو او ټرانزېټ ته هم زیان اړوي، غوښتنه کېږي چې په دې نوې پریکړه کې دې نظر واخیستل شي.»

پاکستان په ځانګړي ډول د دغه هېواد واګه او کراچۍ بندرونه د افغانستان تر ټولو لنډه سوداګریزه او ټرانزیټي لار بلل کېږي او له دې دوو بندرونو سوداګر افغانستان ته له بېلابېلو هېوادونو څخه ټرانزیټي توکي واردوي.

یو شمېر سوداګر وايي، له طالبانو سره د پاکستان سیاسي ستونزو د افغانستان پر ټرانزیټي سوداګرۍ سیوری اچولی دی او په پایله کې یې سوداګر او خلک زیانمنېږي.

یو له سوداګرو وايي: «کله چې پاکستان له افغانستان سره سیاسي ستونزه ولري، اسلام اباد د موټر چلوونکو او سوداګرو لپاره ستونزې جوړوي، په حیرتان، اسلام کلا او آقینه کې دا ستونزه نه لرو، دا ستونزه تل په تورخم کې رامنځ ته کېږي، جریمه کېږي، بد چلند هم کېږي او موټرونه درول کېږي.»

دوه میاشتې وړاندې هم پاکستان د موټر چلوونکو لپاره د ویزې او پاسپورټ درلودل لازمي کړي وو، خو وروسته د پولې دواړو غاړو ته د اوسېدونکو د اعتراضونو له امله له دې پرېکړې لاس په سر شو.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، چې د تورخم دروازې تړل به د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.

د جمعې په ورځ پاکستاني رسنیو اعلان وکړ، چې د پاکستان د بندیزونو په پایله کې د افغانستان او پاکستان سوداګري او ټرانزیټ په ټپه ولاړ دی.

رسمي شمېرې ښيي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتو کچه نهه سلنه لوړه شوې او په پنځو میاشتو کې یې د ۲۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.