د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د سون توکو بيې لوړې شوې دي. دوی وايي چې د کار زمینه کمه شوې او د سون توکو د پېرلو لپاره پیسې نه لري.
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار د افغانستان له سړو سیمو څخه ده؛ خو اوسېدونکي يې وايي چې دوی د ژمي له سړې هوا سره مخ دي او نه پوهېږي، چې د خوراکي او سون توکو د پېرلو لپاره پیسې له کومې لارې پیدا کړي.
د دغو اوسېدونکو په وينا، د دې بېوزلۍ اصلي لامل وزګاري او د کاري فرصتونو نشتوالى دى.
د پکتیا اوسېدونکی محمد وايي: «نږدې ۱۶ ورځې کېږي، چې یوه افغانۍ کار مې نه دی کړی. لرګي مې لا نه دي پېرلي؛ ځکه یو خروار یې ۸ تر ۹ زره افغانۍ دي.»
د پکتیا اوسېدونکی یار محمد وايي: «پیسې نشته او زموږ اقتصاد کمزوری دی. عاید نه لرو او د سون توکو پر پېرلو نه یو بریالی شوي.»
د پکتیا بل اوسېدونکی عتیقالله وايي: «د لرګیو او ډبرو سکرو بیې ډېرې لوړې دي او د ژمي لپاره یې نه شو چمتو کولای. بیې باید راټیټې شي. په څلورلارو کې ولاړ یو، خو کار نشته.»
بل خوا د لرګیو او ډبرو سکرو په ګډون د سون توکو پلورونکي وايي چې طالبان د خوراکي توکو د بیو د کنټرول لپاره هېڅ اقدام نه کوي.
د پکتیا اوسېدونکی ظفر خان څرګندوي: «دلته هوا سړه ده او له موږ سره دومره پیسې نشته. د دې ترڅنګ د یو خروار لرګیو بیه ۸ تر ۹ زره افغانۍ ده او د پېرلو وس یې نه لرو.»
د ډبرو سکرو او لرګيو پلورونکو آمو ته وويل چې په دې وروستيو مياشتو کې د لرګيو د هر خروار په بيه کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲ زرو پورې او د ډبرو سکرو د هر خروار په بيه کې له ١٠٠٠ څخه ١٢٠٠ افغانیو لوړوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي.