افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د ورځې په کابو یوه ډالر سره ژوند کوي

Women waiting in a queue for aid in Jawzjan, Afghanistan. File photo.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي چې د افغانستان نږدې ۸۵ سلنه وګړي د ورځې له یو ډالر څخه په کم عاید باندې ژوند کوي.

یو اېن ډي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانانو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د موندنو پر بنسټ، د افغانستان ناخالص تولید له ۲۰۲۰ کال راهیسې ۲۹ سلنه کم شوی دی.

د بېوزلۍ او بېکارۍ لمن ورځ تر بلې پراخېږي او د خلکو شپې او ورځې په افغانستان کې د له سختو پېچلیتاوو ډکې دي.

لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، نږدې ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر څخه په کم عاید باندې ژوند کوي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونو د افغانستان اقتصاد ته د ۶۰۰ او یو میلیارد ډالرو ترمنځ زیان رسولی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د افغانستان له پرمختیايي پروګرامونو سره مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې په بې ساري ډول کمې کړي او د افغانستان ناخالص تولید له ۲۰۲۰ کال راهیسې ۲۹ سلنه کم شوی دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام غواړي چې د طالبانو له خوا د ښځو د مجازاتو مخه ونیسي او ټینګار کوي چې د ښځو له اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره د ښځو لپاره د پروګرامونو پلي کولو ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان د ۱۵.۲ میلیونو اړمنو وګړو د رسېدنې لپاره ۶۷۰ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو چې په افغانستان کې سږ کال ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.