افغانستان

تهران او کابل د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې غونډې د جوړېدو په اړه هوکړه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال وايي، دا غوښتنه په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قومي سره د امیر خان متقي د لیدنې پر مهال مطرح شوې او د ترسره کېدو په اړه یې هوکړه شوې ده.

په ورته وخت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تهران د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالف دی او په دې اړه د طالبانو له دریځ سره همغږي لري.

له بلې خوا په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له حسن کاظمي قومي سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د استازو د ګډې غونډې د جوړولو وړاندیز مطرح کړی.

هغه وړاندیز چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په کابل کې د ایران سفیر هم منلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اېکس شبکه کې ویلي، چې دواړو لوریو د هغې غونډې پر جوړولو چې د سیمې هېوادونو ځانګړي استازي به په کې ګډون ولري، هوکړه کړې.

په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، چې امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو د ځانګړيو استازو د ګډې غونډې کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو کارپوه عید الحمید محمودي وايي: «په کابل کې د سیمه ییزې ناستې د جوړولو لپاره د طالبانو غوښتنه، په لومړي سر کې د نړیوالو حقونو او اړیکو له پلوه د مشروعیت او رسمیت پېژندلو له مسلې سره مخ ده. که دا ناسته ترسره هم شي؛ خو د افغانستان لپاره مناسبه او اغېزناکه حل لاره نه شي وړاندې کولای.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د ایران سفارت په دې اړه چې د کابل په سیمه ییزه ناسته کې به د کومو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي، څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې د وړاندیزونو په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل نامناسب بللي او د طالبانو له دریځ سره یې همغږي ښودلې ده.

د نړیوالو اړیکو د یو شمېر کارپوهانو په اند، طالبانو او ایران ته د داعش ګډو ګواښونو د دواړو خواوو یووالی او همغږي زیاته کړې ده.

د نړیوالو اړیکو څیړونکی امید میثم وايي: «ددغو ناستو او هڅو یو لامل کېدای شي له داعش ډلې سره ګډه مبارزه وي چې په دې وروستیو کې دا ډله توانېدلې په منځني ختیځ کې هېوادونه له ننګونو سره مخ کړي.»

تهران په پرلپسې توګه په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار کړی. خو طالبانو تل د ایران دغې غوښتنې ته توند غبرګون ښودلی دی.