افغانستان

اوچا: ۲۴ میلیون تنه د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشردوستانه مرستو اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو دغه سازمان ویلي چې د هېواد نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي او د کورنیو ښځینه سرپرستې تر ټولو ډېرې زیانمنې دي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. بل خوا یو شمېر مېرمنې وايي، چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

د هرات اوسېدونکې ۴۸ کلنه تازه ګل د شپږو ماشومانو سرپرسته ده او په افغانستان کې د هغو زرګونو مېرمنو بېلګه ده چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. وايي د هرات له زلزلې وروسته د خپل کور پرېښودو ته اړه شوه او اوس د ژمي سختې سړې ورځې له خپلو ماشومانو سره د خټو په يوه کوچني کور کې تېروي.

تازه‌ګل وايي: «بخارۍ نه لرو. هوا ډېره سړه ده او ماشومان مو ناروغ. هر څه مو چې لرل تر خاورو لاندې شول.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په ۲۰۲۴ کال کې مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۴ میلیونه تنه اعلان کړی او ویلې یې دي، چې په افغانستان کې د ښځو ترمنځ د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې ۶۵ سلنه کورنۍ له اقتصادي پلوه زیانمنې شوي او همدا اوس د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د هرات اوسېدونکی عبدالله وايي: «یو کلن لسمی مې چې د دې کمپ ټول خلک شاهد د لوږې او ناروغۍ له امله له لاسه ورکړل. شیدې نه وې چې وریې‌کړو او مور یې هم د لوږې له امله شیدې نه لرلې، هغه ته شیدې نه شوای ورکولای.»

له بلې خوا د اوچا د راپور موندنې ښيي چې افغانستان د کورنیو بې ځایه شویو، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي، کم عمره ودونو، د ماشومانو جبري کار کولو او رواني ناروغیو له امله د خوړو، څښاک اوبو، روغتیا ساتنې او ښوونې او روزنې په برخو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې بېوزلي، موسمي بدلون او د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د محدودیتونو رامنځته کېدو په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر ډېر کړی، چې مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بېوزلۍ د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان نوي سلنه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بې وزلۍ کچه ورځ تر بلې لوړه شوې ده.