ښځې

یو شمېر ښځې طالبانو ته: دا ډول نیونې د شریعت په کوم ځای کې دي؟

د طالبانو له خوا د حجاب د نه مراعتولو په پلمه د ښځو او نجونو د نیول کېدو په تړاو د غبرګونونو په دوام، ځينې کورنۍ وايي د خپلو لوڼو د برخليک په اړه اندېښمن دي. ځينې نجونې هم له طالبانو پوښتي چې دا ډول نیونې په شريعت کې شته؟

له بلې خوا د بشري حقونو فعالانو ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې دا موضوع وڅېړي، د افغانستان د دیپلوماتیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا هم په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نیول د افغانستان له دود او دستور او د بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

په پلازمېنه کې د ښځو او نجونو د ډله‌ییزو نیونو په تړاو اندېښنې او غبرګونونه؛ د ځينو خپلواکو سرچينو او يو شمېر هېوادوالو په وینا، طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل له دشت برچي، خيرخانې او تايمني سیمو يو شمېر ښځې او نجونې له دې امله چې د طالبانو په خوښه یې حجاب نه وو مراعت کړی، نیولې دي.

اوس یو شمېر نجونې له طالبانو پوښتي، چې ایا دا ډول نیونې په شریعت کې جواز لري؟

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «تر کومې کچې به موږ عذاب ګورو؟ ایا دا یې په قانون کې ده، آیا دا په شریعت کې ده؟ چې د خلکو میرمنې یا لوڼې ونیسئ او له محرم پرته یې درې شپې او درې ورځې وساتي؟ دا په کوم شریعت کې دي؟ موږ تراوسه داسې څه په شریعت کې نه دي لوستي.»

د دې اندېښنو تر څنګ يو ​​شمېر کورنۍ هم وايي، د خپلو لوڼو د برخليک په اړه اندېښمن دي او نه پوهيږي، چې د نه نيول کېدو لپاره يې لوڼې بايد څه ډول جامې واغوندي.

د کابل اوسېدونکې فریده وايي: «تر نن ورځې پورې زموږ انديښنه دا وه، چې زامن مو وزګار دي او کار نه پيدا کیږي، اوس موږ ته يوه بله اندېښنه پيدا شوه، زموږ د کورنيو لپاره، کله چې زموږ لوڼې له کوره وځي، نو موږ دې ته اندېښمن اوسو چې خدای مه کړه په دې جرم چې تا څه ډول جامې اغوستي، سر دې ولې لوڅ دی او پښې دې ولې لوڅې دي، خداى مه کړه ونه نيول شي او موږ ته له حوزو او نورو ځايونو زنګ را نه شي چې راشئ ستاسو لور داسې جامې اغوستي دي.»

د دغو نیونو په اړه د غبرګونونو په دوام؛ د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په دې اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د خبرپاڼې یوه برخه کې داسې لیکل شوي: «د روم د اساسي قانون د ۷۱ مادې د (H) او (K) بندونو له مخې، د طالبانو له خوا د نجونو نیول او د ښځو پر وړاندې د دې ډلې نور سیاستونه د جنسیتي اپارتاید څرګندې بیلګې دي. د بشري حقونو د فعالانو ټولنه د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې په افغانستان کې د طالبان د جنسیتي اپارتاید مسله وڅیړي او دغه ډله محاکمه کړي.»

د افغانستان د ډیپلوماټیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا هم ویلي چې دا نیول «بې سارې دي او د افغانستان د دود او کلتور او همدارنګه د بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده.»

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه ورځ آمو ته وویل، چې یوازې یو شمېر نجونې چې د ده په خبره د ماډلینګ په تور نیول شوې وې، له دوو ساعتونو وروسته خوشې شوې. له بلې خوا ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې ځینو له کابل څخه د سوالګرو ښځو راټولول په داسې ډول منعکس کړي، چې ګواکې ښځې او نجونې یې نیولي دي.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د جمهوري غوښتونکو ښځو شبکې د دغو نیونو په تړاو په یوه پوښل شوي ځای کې د یوه لاریون په ترڅ کې له نړۍ او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.