افغانستان

په بلخ کې پښګران په روان ژمي کې د خپل کاروبار د بې‌مخینې ځوړتیا خبر ورکوي

په بلخ کې یو شمېر پښګران وايي چې په تېرو څو میاشتو کې د دوی کارونه په ټپه ولاړ دي.

دغه حلبي سازان، چې بخارۍ هم جوړوي وايي، چې د مزارشريف اوسېدونکي د تېرو کلونو په څېر په ښه اقتصادي حالت کې نه دي او نه شي کولاى د بخارۍ لپاره د سون توکي برابر کړي. له همدې امله، د بخاریو د پیرودونکو شمېر هم کم شوی دی.

د دوی په وینا یو شمېر هغه کسان چې د بخارۍ او سون توکو د پېرلو توان لري د کورنیو تولیداتو ځای یې د نورو هېوادونو څخه وارد شويو برېښنايي او ګازي بخاریو ته ورکړی دی.

دغه پښګران چې له کلونو راهیسې دا کار کوي وايي چې اوس ډېر پېرودونکي نه لري.

ځینې ​​یې د بېوزلۍ له امله او ځینې یې د ګازي او برقي بخاریو ته په مخه کولو د بازار خواته نه راځي او د لرګیو او ډبرو سکرو لپاره بخارۍ نه اخلي.

پښګر عبدالصمد وايي: «سره له دې چې موږ دلته غوره کارګران لرو، خو بهرنۍ بخارۍ بازارونو ته واردېږي. موږ له سوداګرو وغوښتل چې خام مواد هېواد ته وارد کړي ترڅو خلک وزګار پاتې نه شي. هماغه ګټه له خامو موادو واخلي.»

دغه پښګران وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې کارونه د پام وړ کم شوي دي.

«د سون‌توکو لګښت نشو برابرولی.»

د بلخ يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، چې د کار او عايد د کموالي له امله نه شي کولى د سون توکي واخلي او له همدې امله بخارۍ نه اخلي.

د بلخ اوسېدونکی سیف الدین وايي: «کاروبار نشته؛ د بخارۍ لګښت او بیه لوړه ده، زه بې وزله یم او نه شم کولای لګښت یې برابر او بخارۍ وپېرم.»
له دې سره د بلخ د صنایعو او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، د کورنیو صنعتکارانو د کاروبار د ښه والي لپاره هڅه کوي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس احمد نیازي وايي: «د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعت کارانو له حقونو دفاع کوي او هغه خبل مسوولیت ګڼی، موږ له ځینو سوداګرو سره خبرې کوو او هڅه کوو چې د خامو موادو پر وارداتو ګمرکي تعرفه کمه شي.»

په بلخ کې صنعتکاران او پښګران د کاروبار له کموالي شکایت لري، چې اوس په دغه ولایت کې د لرګیو او ډبرو سکرو د هر خروار بیه شاوخوا ۲۰۰۰ افغانۍ لوړه شوې او د دې ولایت اوسېدونکي نه شي کولای دا سون توکي واخلي.