افغانستان

افغانستان تېر کال په درېیو لسیزو کې تر ټولو بدې وچکالۍ سره مخ شو

Photo: OCHA

ملګري ملتونه وايي، افغانستان د ډېرو طبیعي پېښو له خطر سره مخ دی او دغه پېښې افغانستان له خطر سره مخامخ څلورم هېواد جوړوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر راپور ورکړی چې افغانستان په تېرو دېرشو کلونو کې تر ټولو بده وچکالي تجربه کړې، چې د دغه هېواد کرهڼه یې چې د ناخالصو تولیداتو ۲۵ سلنه برخه جوړوي، زیانمنه کړې.

د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، په هېواد کې د موسمي بدلون په پایله کې د دېرشو ولایتونو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ورکړل شوې شمېرې ښیي چې په افغانستان کې د موسمي بدلون زیانونه د ۲۰۱۰ کال په پرتله دوه چنده زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور له مخې، د موسمي بدلون له امله د افغانستان کرنه، ځنګلونه، د استوګنې تنوع او ټول اقتصاد زیانمن شوی او تېر کال دغه هېواد په وروستیو دېرشو کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړه.

اوچا د افغانستان وضعیت نازک بللی او راپور یې ورکړی چې د موسمي بدلون او وچکالۍ له امله په افغانستان کې د خوړو ناخوندیتوب د نړۍ په تر ټولو لوړه کچه کې دی.

د اوچا د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د طبیعي پیښو زور مخ په زیاتیدو دی، چې افغانستان څلورم تر ټولو خطرناک هیواد او اتم ډیر زیانمن هیواد جوړوي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر راپور ورکړی چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي پاکو او د څښاک وړ اوبو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په کابل کې د اوبو له کمښت اندېښمن دي او وايي د اوبو له ټانکرونو څخه د اوبو پېرودل ډېر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې لیکلي چې د افغانستان په شمال، لوېدیځو او سویلي سیمو کې څه باندې ۷۵ سلنه برخه دښتې تشکیلوي او للمي کرنه چې شپیته سلنه افغانان ورباندې متکي دي، له خطر سره مخ دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي زاده وايي: «تېر کال د حاصل اخیستو پر مهال د خلکو کروندې یخ ووهلې او له منځه ولاړې، بزګرانو زیات زیان ولیده چې په پایله کې یې خلک سږ کال له لازیاتې ګرانۍ سره مخ شول.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، د افغانستان اتيا سلنه وګړي په مستقيم او غير مستقيم ډول پر کرنې متکي دي او پرلپسې درې کلنې وچکالۍ دغه وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.