افغانستان

ملګري ملتونه: له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د کورنیو اقتصادي وضعیت لاخراب شوی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په دې لړ کې د کورنیو ښځینه سرپرستې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، چې د وچکالۍ، سېلابونو او زلزلو له امله رامنځته شويو زيانونو زیات شمېر کورنۍ مرستو ته اړې کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري، د خپل اقتصادي وضعیت له خرابېدو اندېښمنې دي او له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

دلته د هرات په یوه لرې پراته کلي کې د بادغیس له ولایته بې ځایه شوې لیلا وینو، هغه چې د اوو ماشومانو مور ده، وايي د وچکالۍ له امله له بادغیس ولایته هرات ته راکډه شوې او د بې وزلۍ د زیاتېدو له امله اړه شوې چې خپل پښتورګی د «۱۷۰ زره» افغانیو په بدل کې وپلوري.

خو د ژوند ستونزو لا هم هغه او ماشومان یې له ګرېوانه نیولي او ډېری شپې وږې ویده کیږي.

د لیلا په نوم یوه مېرمن وايي: «اوه لوڼې لرم، زوی نه لرم، هیڅ څه مو نه لرل. محبوره شوم چې خپل پښتورګی وپلورم. میړه مې هم غوښتل چې خپل پښتورګی وپلوري خو اجازه مې ور نه کړه، پریده چې کار وکړي. اوس ژمی راغی، حتی د خوړو لپاره هېڅ څه نه لرو، هر څه ته اړتیا لرو.»

تازه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې اقتصادي وضعیت او د کورنیو عاید د پام وړ کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د دې برخې د راپور پر بنسټ، هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري، تر بل هر چا ډېرې زیانمنې شوي دي.

زهره وايي: «دوه کاله وړاندې اقتصادي وضعيت ډېر ښه و، زموږ لګښتونه او خوراکي توکي له هر اړخه ښه وو، اوس د خلکو اقتصادي وضعيت هم ښه نه دی، کاروبار نشته، په اوونۍ کې دوه ورځې که کار پيدا شي، ځم ۲۰۰ یا ۲۵۰ افغانۍ عاید لرم.»

صبریه وايي: «د شپې په تیاره کې ناست یو، سون توکي نه لرو، یوه بخارۍ لرو چې لوګی کوي، د کارولو وړ نه ده، سون توکي نه لرو، غوړي، وریجې، اوړه، هېڅ څه نه لرو.»

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته ګڼو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې بندې او یا هم کمې کړې. ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو محدودیتونو په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو بهیر زیانمن کړی او حیاتي مرستو ته یې د ښځو او ماشومانو د لاسرسي مخه نیولې.