افغانستان

د ملګروملتونو د پرمختګ او پراختیا پروګرام: د هرات زلزله ځپلي ۲۵ میلیونه بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره یا (UNDP) وايي، د ژمي موسم په رارسېدو سره د هرات زلزله ځپلي ۲۵ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هرات د زلزلې یو شمېر زیانمن کسان وايي، د ژمي په دې موسم کې خپلې شپې-ورځې په بد حالت کې تېروي.

هرات کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په رباط سنګي ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۱۰ کورونو له جوړولو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې یو شمېر نور زلزله ځپلي بیا وايي، چې په دې یخ موسم کې له اسانتیاوو پرته په ډاګ پاتې دي.

د ژمي موسم په رارسیدو سره د هرات د زلزلې د قربانیانو ژوند هم له بدلون سره مخ دی – هغه کسان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي او اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

له همدې امله د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دغو زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د بیړنۍ اړتیا خبره کوي او ټینګار کوي چې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۲۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوس دغو زیانمنو ته د سرپناه برابرول یو له لومړیتوبونو ګڼل کیږي.

د زین الدین په نوم یو زلزله ځپلی وايي: «کله چې زلزله وشوه، زموږ ټول کورونه ویجاړ شول، زموږ ټول سامانونه، هر څه چې مو درلودل، کور، سرپناه او خوراکي توکي تر خاورو لاندې شول، موږ ته هیڅ هم نه دي پاتې، اوس موږ هغه څه نه لرو چې ورته اړتیا لرو، نه حمام لرو، نه تشناب لرو، نه مناسب کور لرو، ښځې نه شي کولای تشناب ته لاړې شي، حمام وکړي.»

د هرات یو بل زلزله ځپلی عبدالرحیم وايي: «زموږ کاروبار سم نه دی، ټول سامان مو تر خاورو لاندې دی، اوس سرپناه ته اړتیا لرو، کورونه وران شوي او له دوی غواړو چې د سرپناه او ځای په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

اخوا، ځايي طالب چارواکي وايي چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۱۱۰ کورونه چمتو شوي، خو د هرات د نورو سيمو زلزله ځپلي وايي چې په دې یخ موسم کې په ميدان پاتې دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وايي: «دا جوړ شوي کورونه چې خلکو ته وسپارل شول د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند دي، لکه څنګه چې اسلامي امارت پخوا ژمنه کړې وه، دا کورونه د یوې نیمې میاشتې په موده کې هغو خلکو ته وسپارل شول، چې اصلي ستونزه یې سرپناه وه.»

هرات د تېر کال په اکټوبر مياشت کې د څلورو زورورو زلزلو شاهد و، چې په پايله کې يې اته زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ او په دغه ولايت کې له اوولس زره ډېر کورونه سخت زيانمن شول.

د دغو زلزلو له امله د یاد ولايت د زنده جان، انجيل، کشک، رباط سنګي او ګلران په ولسواليو کې له پنځوسو زيات کلي ويجاړ شول او څه دپاسه څلور زره تنه مړه او ټپيان شول.