د تېر حکومت یو شمېر کارګران د کابل پر سړکونو مزدورۍ پسې راوتلي دي.
دغه کارګران وايي، بې وزلۍ او بېکارۍ اړ کړي، چې مزدوري وکړي او د کار موندلو لپاره په ورځو ورځو انتظار باسي.
بل خوا یو شمېر کارګران وايي، چې د ژمي د موسم په رانږدې کېدو سره په کار کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
نوراغا ۴۸ کلن دی او په تېر حکومت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکی و.
د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته اوس له دوو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ او اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره ورځنۍ مزدوري کوي او هره ورځ د کابل په سړکونو کار ته سترګې په لاره وي.
د نورآغا په نوم دغه کارګر وايي: «زه پنځلس ورځې کېږي چې یوازې ۵۰ افغانۍ مې کار کړی، په کورنۍ کې لس کسان یو او بل هېڅ عاید هم نه لرم.»
د کابل په واټونو کې یو شمېر ورځني مزدوران د کار د کموالي او د بې وزلۍ له زیاتوالي اندېښمن دي.
![](https://amu.tv/wp-content/uploads/2024/01/c7e85744-51f7-4b5f-bc66-b7b302a3a4e5.jpg)
ویل کیږي چې ورځنیو مزدورانو ته د معاش په ورکړه کې هم د پام وړ کموالی راغلی او دوی د کار موندلو لپاره په ورځو ورځو انتظار باسي.
یو کارګر فرید وايي: «کاروبار نشته د خلکو اقتصاد خراب دی، له دې مخکې به د یوه کارګر د ورځې مزد ۴۰۰ افغانۍ و؛ خو اوس کاروبار نشته او خلک په دوه سوه افغانۍ هم کار کوي.»
یو شمېر کابل ښاریان په ځانګړې توګه د سړک غاړې کارګران د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او زیاتوي چې که څه هم د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت راټیټ شوی، خو په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې دي.
د کابل یو اوسېدونکی محمد جان وايي: «په ژمي کې ساړه ډېر دی او موږ او ماشومان مو ناروغان دي، د ګرمولو لپاره نه بخارۍ لرو او نه هم صندلۍ. د خلکو اقتصاد خراب دی او ستونزې ډېرې دي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وروستی راپور ښيي چې ۸۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې دي.
پر دې سربېره نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو په سخت ناخوندیتوب کې ژوند کوي او اقتصادي ننګونې د دې لامل شوي چې کورنۍ خپل کاري ځواک زیات کړي.