افغانستان

جلیل عباس جیلاني: پاکستان له افغانستان سره «ګټورو دوو اړخیزو اړیکو» ته ژمن دی

پاکستاني سرچينې وايي، چې د کندهار د والي ملا شيرين او د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني ترمنځ خبرې‌اترې له درېيو ساعتونو څخه زياتې اوږدې شوې دي.

دغو سرچینو پاکستاني رسنیو ته تایید کړې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د کمېټې په غونډه کې د پاکستاني طالبانو تحریک پروړاندې مبارزه، پولو کې د امنیت ټینګول او د بې‌اسناده کډوالو د ایستلو څرنګوالی د دواړو لوریو د مهمو بحثونو څخه وو.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملا شیرین په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د ملا شیرین په مشرۍ د طالبانو یو لوړپوړی سیاسي او پوځي پلاوی پاکستان ته ځي.

ملا شیرین یو له هغو مهمو کسانو دی، چې د طالبانو له پخوانیو مشرانو او اوسني مشر سره نږدې اړیکې لري، له همدې امله د طالبانو سرچینې مني چې ملا شیرین د طالبانو په استازیتوب د پاکستان له دولت سره په بشپړ واک کې خبرې‌اترې کوي.

هغه پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي دي.

په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د ګټورو دوه اړخیزو اړیکو دوام ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني وايي: «په دې ناسته کې د ټولو هغو مسایلو پر هوارولو ټینګار وشو چې د اړیکو او سوداګرۍ له ظرفیتونو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره اړین دي.»

خو پاکستان ته د ملا شیرین په مشرۍ د دغه لس کسیز لوړپوړي پلاوي سفر به څه پیغام ولري؟

خیبر پښتونخوا کې د سما تلویزیون مشر محمود جان بابر وايي: «پیغام یې خورا مهم او لوی دی، او دا چې دواړه لوري د هغو ټکو په اړه خبرې کوي چې نړۍ فکر کوي دوی له یو بل سره یو اړخ ته نه ځي یعنې د پاکستاني طالبانو تحریک په اړه خبرې په خپله یو مهم پیغام لري.»

له بلې خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی، چې د همغږۍ د کمېټې په غونډه کې، چې د افغانستان لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي اصف دراني او د طالبانو په استازیتوب ملا شیرین ګډون کړی و، خبرې اترې تر درېیو ساعتونو زیاتې روانې وې- هغه خبرې اترې چې ټي ټي پي پر وړاندې د مبارزې، د سرحدونو امنیت او د بې اسنادو کډوالو د ایستلو پر څرنګوالي را څرخېدلې.

سیاسي فعال اختر محمد راسخ وايي: «د دغه پلاوي تلل به د پاکستان لپاره یوازې یوه لاسته راوړنه ولري، چې د دغه پلاوي له څرګندونو څخه شواهد ترلاسه کړي او نړۍ ته وښيي چې طالبان له ټي ټي پي سره ښې اړیکې لري او نه غواړي چې پر ضد یې مبارزه وکړي.»

تمه کېږي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم راتلونکې اونۍ د طالبانو په بلنه کابل ته سفر وکړي؛ هغه سفر چې موخه یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کول ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د ټي‌ټي‌پي د بریدونو د زیاتوالي له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې له پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.