افغانستان

د اصلاح شویو تخمونو پر نه وېشلو د زابل د کروندګرو نیوکه

د زابل یو شمېر کروندګر د اصلاح شویو تخمونو د نه وېشلو له امله پر طالبانو نیوکه کوي.

دغه کروندګر وايي، که دوی ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي، په دې ولایت کې به کرنیزو حاصلات زیات شي.

د زابل یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د کموالي خبر ورکوي او ټینګار کوي چې د طالبانو له لوري د اصلاح شویو تخمونو د نه وېشلو له یې د ځمکو حاصلات ښه نه دي.

دغه کروندګر وايي، اصلاح شوي تخمونه یې چې په شخصي لګښت له بازار څخه پېرلي ښه پایله یې نه ده لرلې.

 یو کروندګر حاجي بهادر وايي: «زموږ حاصلات تر اوبو لاندې شول او هغه څه موږ یې غوښتنه کړې تراوسه نه دي راکړل شوي، په خپلو پیسو موږ ځمکې آبادې کړې او حاصل ترې اخلو.»

یو بل کروندګر محمد نادر وايي: «موږ د ښه تخم په موندلو او کرلو وس نه لرو، باید له موږ سره مرسته او همکاري وشي.»

د زابل یو شمېر کروندګر په دې باور دي چې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره د حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.

اخوا، د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، تراوسه څه د پاسه ۱۲ زره او ۵۰۰ کورنۍ سروې شوې او ډېر ژر به پر دوی د اصلاح شویو تخمونو وېشل پيل شي.

نوموړی زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې هم د اصلاح شویو تخمونو د وېش او له کروندګرو سره د مرستې په برخو کې ګامونه پورته کړي دي.

په زابل کې د طالبانو د کرنې رییس عطاءالله راشد زیاتوي: «سږ کال چې د غنمو د کښت موسم دی، موږ په زابل په مرکز او ​​ولسوالیو کې دوولس د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شي.»

رسمي شمېرې ښيي، چې تېر کال په زابل کې له ۱۳ زره هکتاره ځمکې ۳۵ زره ټنه غنم ترلاسه شوي چې د تېرو کلونو په پرتله کم و.

کروندګر په دې اند دي چې سېلابونو هم د غنمو د حاصلاتو پر کمښت ناوړه اغېز کړى دى.