نړۍ

۲۰۲۳ کال کې نړیوالې پېښې

۲۰۲۳ له ډېرو لوړو ژورو سره مل کال؛ هغه کال چې د نړۍ لپاره له نه هېریدونکو پېښو ډک و. له زلزلو، توپانونو، ځنګلي اورونو او ویجاړوونکو سېلابونو څخه تر خونړیو جګړو پورې چې انسانانو خپله یو بل ته واړولې.

نړۍ په ۲۰۲۳ کال کې د ویجاړونکو طبیعي پیښو شاهده وه. د رېښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې د فبرورۍ په شپږمه نېټه ترکيه او سوريه ولړزول، مراکش هم د سپټمبر په اتمه نېټه د ۶.۸ درجې زلزلې شاهد و او نيپال او چين هم په تېرو دوو مياشتو کې د سختې زلزلې تجربه کړې.

د یادو زلزلو د تلفاتو شمېر:
ترکیه او سوریه: ۵۵ زره تنه مړه او تر ۱۰۰ زرو ډیر ټپیان
مراکش: نږدې ۳ زر تنه مړه او ۵۶۰۰ ټپیان
نیپال: ۱۵۷ تنه مړه او شاوخوا ۴۰۰ ټپیان
چین: ۱۴۹ تنه مړه او ۷۰۰ ټپیان

په همدې حال کې د سپټمبر پر لسمه د مدیترانې سمندري توپان د لیبیا په ختیځ کې د سخت باران او د اوبو د بند د ماتېدو لامل شو، چې په پایله کې یې سېلاب د درنا ښار یوه لویه برخه له ځان سره وېوړه. په دغه پېښه کې تر ۵۳۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ۸۵۰۰ نور لادرکه دي.

د ختیځې افریقا په هیوادونو کې توپانونو او سیلابونو هم تباهي وکړه. د تانزانیا، کینیا، سومالیا او ایتوپیا په هېوادونو کې ګڼ ښارونه تر اوبو لاندې شول چې سلګونه کسان یې د مرګ تر کومي ورسول او زرګونه کسان یې بې ځایه کړل.

له بلې خوا، یو شمیر هیوادونه په ځانګړې توګه کاناډا او امریکا ځنګلونو کې د پراخې اورلګېدنې شاهدان وو. د امریکا په هاوايي ایالت کې د لاهاینا ټاپو هم د اګست له اتمې تر ۱۱مې په اور کې وسوځېده.

د دې اورلګېدنو په پایله کې کاناډا کې ۱۸.۵مبلیون هکټاره ځنګل له منځه لاړ او د امریکا په هاوايي ټاپو کې ۹۷ تنه مړه شول.

تېر کال چې پای ته ورسېد، په اوکراين کې جګړه خپل دويم کال ته ننوته. په سوډان کې د دغه هېواد د پوځيانو ترمنځ سخته جګړه وشوه، په نايجر او ګابون کې هم پوځيانو پر کودتا لاس پورې کړ، اذربایجان له څو لسيزو وروسته د غرني قره‌باغ ارمني مېشته سيمه ونيوله او اداره يې په خپل لاس کې واخیسته. – او د اسرائیلو او حماس د جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه ونښته چې لا هم روانه ده.

د کي‌یف په ختیځ کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر وژل کېدل. د مسکو پر لور د پوځ له وتلو دوه میاشتې وروسته د اګسټ په ۲۳ د واګنر ډلې د مشر یوګیني پریګوژین مړینه او د تور سمندرګي د غلو له تړون څخه د مسکو وتل او همدا راز پر اوکراین د روسیې د توغندیرو بریدونو زیاتوالی، د اوکراین د جګړې په اړه تر ټولو ډېرې مهمې پېښې وې.

په همدې کال کې د عبدالفتاح برهان په مشرۍ د سوډان پوځ د حمدي په نامه د محمد حمدان داګالو تر قوماندې لاندې د چټک ملاتړ ځواکونو سره جګړه وکړه. د دواړو لورو ترمنځ نښته هغه مهال پیل شوه، چې عبدالفتاح برهان غوښتل د دغه هېواد په پوځ کې د حمدي ملېشې یو ځای کړي.

په همدې حال کې، د نایجر پوځ هم د جولای په ۲۶مه د دغه هیواد د ولسمشر محمد بازوم په رسمي استوګنځي کې له کلابند کولو وروسته واک ترلاسه کړ. له کودتا وروسته پوځ له دغه هېواده د فرانسې سفیر وشاړه او له پاریس یې وغوښتل چې له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.

یوه میاشت وروسته، د ګابون پوځ د اګست په ۳۰مه پر کودتا لاس پورې کړ او واک یې ترلاسه کړ او د دغه هیواد د ولسمشر علي بونګو د کورنۍ ۵۶ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله.

له بل پلوه د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر ښارونو په ناڅاپي برید سره نړۍ حیرانه کړه.

په دې برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او د حماس جنګیالیو شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل کړل.

د دغه برید په ځواب کې اسراییلو د غزې تړانګه کلابنده کړه او پر دغه ښار یې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې بریدونه وکړل چې تر اوسه دوام لري.

دغو بریدونو لسګونه زره کسان مړه او ټپیان کړي دي او د غزې تړانګه یې په کنډوالو بدله کړې ده.

په همدې حال کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول د دغه هېواد له مهمو پېښو څخه وو، په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب، د انګلستان د پاچا په توګه د درېیم چارلز د تاجپوښۍ مراسم او د اوشین ګېټ شرکت اړوند د ټایټانېک تفریحي اوبتل ډوبېدل چې پنځه کسان یې د اتلانتیک سمندر ژورو ته د ټایټانیک بیړۍ د لیدو لپاره وړي وو، هم د نړۍ د خبرونو په سر کې وو.

په ورته مهال ۲۰۲۳ کال پای ته ورسېد او ملګري ملتونه وايي چې راتلونکی کال باید د نړۍ تر منځ د «باور او امید د بیا رغولو کال» وي.