افغانستان

۲۰۲۳ د افغان خبریالان لپاره له ننګونو ډک کال

په ۲۰۲۳ کال کې افغان خبریالان له خپلو حقونو څخه د ۱۶۸ سرغړونو شاهدان وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، سږ کال یو خبریال وژل شوی او ۱۹ نور خبریالان ټپیان شوي دي.

د دغه مرکز په راپور کې راغلي دي چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې ۶۱ خبریالان نیولي او د رسنیو د محدودولو لپاره یې فرمانونه کړي دي.

۲۰۲۳ کال په افغانستان کې د خبریالانو او ژورنالیستیکو کارونو لپاره له ننګونو ډک کال و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، سږ کال یې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړي دي.

د دغه مرکز د موندنو پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې ۱ خبریال مړ شوی دی ۱۹ خبریالان ټپیان شوي؛ ۸۷ خبریالان ګواښل شوي او ۶۱ خبریالان د طالبانو له خوا له یوې ورځې څخه تر یوه کال پورې په بند محکوم شوي دي.

رسول شهزاد چې له اوو کلونو راهیسې له رسنیو سره کار کوي، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، سانسور او د کار د امنیت نشتوالی د خپل کار پر وړاندې تر ټولو مهمې ننګونې ګڼي.

د دید خبري اژانس خبريال رسول شهزاد وايي: «د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته خبریالان او رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، لسګونه رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او سلګونه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، خبریالان لا هم د کار د خوندیتوب له امله له ستونزو سره مخ دي، چې د ډاډ وړ دندې نه لري او له همدې امله اندېښمن دي. او معلوماتو ته نه لاسرسي د ژورنالیستانو د رسنیو د کار په وړاندې یوه جدي ننګونه رامنځته کړې ده.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ۸ رسنیو فعالیتونه د طالبانو له خوا بند شوي وو، چې له دې جملې څخه ۵ رسنۍ وتوانېدې چې له یوې دمې وروسته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو د درېیو نورو رسنیو فعالیت چې یوه راډیو او دوه وېبپاڼې پکې شاملې دي، د تل لپاره بندې شوې دي.

خبریالان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو په څوارلس ماده ییز پلان کې دوه نوي فرمانونه اضافه کړل، چې له مخې یې په رسنیو کې د خبریالانو په ځانګړې توګه د نجونو کار نور هم محدود شو.

په هلمند کې په راډیو او ټلویزیون کې د نجونو د غږ پر خپرېدو بندیز او د هغو رسنیو سره د خبریالانو د همکارۍ مخنیوی چې له افغانستانه بهر خپرونې کوي؛ په دغو برخو کې شامل وو.

د کار هغه طریقه چې د خبریالانو او رسنیو له خوا له پامه غورځولو سره د دوی د نیولو او د فعالیتونو بندېدو لامل کېږي.

د خبریالانو او رسنیو لپاره د طالبانو کړنلاره:

ـ  په ملي راډیو او ټلویزیون کې د ښځو پر کار بندیز

ـ د لاریونونو او مدني اعتراضونو د خبري پوښښ منع کول، د خبرونو د چمتو کولو او خپرولو، راپور ورکولو او منځپانګې د جوړولو په اړه د محدودیتونو لګول

ـ د افغانستان د حکومت په نوم د طالبانو نومول لازمي کول، د موسیقۍ په خپرولو بندیز،

ـ د ښځینه خبریالانو د مخونو پر پټولو امر او د رسنیو په خپرونو او تفریحي خپرونو کې د ښځو له راڅرګندېدو څخه منع کول،

ـ په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول او له نارینه وو سره د ښځو د مرکو منع کول او برعکس یې

ـ د طالبانو له مخالفینو او منتقدينو سره له مرکو څخه د رسنيو منع کول

ـ په افغانستان کې د بهرنیو راډیوګانو او ټلویزونونو پر خپرونو بندیز

ـ د مسؤولو چارواکو له همغږۍ پرته له سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو سره د سوداګریزو اعلانونو د خپرولو مخنیوی

ـ د هلمند په رسنیو کې د ښځو د سندرو په خپرولو بندیز لګول

ـ  د منع شویو رسنیو سره د همکارۍ منع کول

د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو ۸۰ سلنه کار پای ته رسېدلی دی.

د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د تازه شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو لسیزو کې ۲۱۳۸ ښځینه خبریالانو او کارکوونکو په رسنیو کې کار کاوه، چې اوس یوازې پنځه سلنه پاتې دي.

سکينه محمدي چې له څو کلونو راهيسې په باميانو کې د خبريالې په توګه له رسنيو سره کار کوي، د ښځينه خبريالانو د محدوديت له امله اړ شوې، چې خپله رسمي دنده له لاسه ورکړي.

په باميانو کې ازاده خبرياله سکينه محمدي وايي: «هغه ښځینه خبریالانې چې اوس مهال په رسنیو کې کار کوي له جدي محدودیتونو او ننګونو سره مخ دي. ښځینه خبریالانې نه شي کولای په بشپړ امنیت کې راپورونه چمتو کړي؛ ښځینه خبریالانې په ډېرو دولتي غونډو کې د ګډون اجازه نه لري. همدارنګه د هغو ستونزو په پوښښ کې هم محدودیتونه شته چې ښځینه خبریالانې ورسره لاس او ګرېوان دي.»

همایون امیري چې له څو کلونو راهیسې یې په رسنیو کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله، اوس وزګار دی او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

یو خبریال همایون امیري وايي: «لیدل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته زیات شمېر خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او نه دې توانېدلي چې بل کار ومومي او په کورونو کې پاتې دي. په دې خاطر چې دوی په کور کې پاتې دي او هیڅ کار نه لري او له مالي ستونزو سره مخ دي. زه پوهېږم چې ډیری خبریالان د کار د نشتوالي او مصروفیت له امله له رواني او احساساتي ستونزو سره مخ شوي دي.»

ډېری خبریالان له هېواده وتلي دي. روح الله آرمان چې د ۲۰۱۶ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې له رسنیو سره کار کاوه، دوه کاله وړاندې ایران ته راغلی او اوس یې سخت کار ته مخه کړې ده.

آزاد خبریال روح الله ارمان وايي: «زه په زړورتیا سره ویلای شم چې د افغان خبریالانو په ګډون د بهرنیو خبریالانو لپاره چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي، ایران د بهرنیو خبریالانو لپاره تر ټولو نامناسب هېواد دی. د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په پرتله په دغه هېواد کې خبریالانو ته ډېره کمه پاملرنه شوې ده. په دې هېواد کې د خبریالانو د ملاتړ لپاره هيڅ کوم لوی نړیوال سازمان نشته، تر څو موږ دغو بسټونو ته مستقیم لاسرسی ولرو، موږ په ناوړه شرایطو کې ژوند کوو، د کار رسمي جواز نه لرو او د ویزو د غځولو چارې د تور بازار او ډېرو پیسو له لارې ترسره کېږي. او له ایران څخه نورو هېوادونو ته د ویزې ورکولو پروسه اوږده ده.»

د ۲۰۲۳ کال د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوال نوملړ پر بنسټ افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۲م ځای خپل کړی دی.