سوداګري

د طالبانو واکمني او د کندهاري خولیو ګرم بازار

واک ته د طالبانو راتګ او د ځینو کاروبارونو د وضعیت په اړه بېلابېلې کیسې؛ د کندهاري خولیو یو شمېر پلورونکي آمو ته وايي چې د طالبانو له راتګ سره د کندهاري خولیو د پلور بازار ډېر شوی او خلک په ځانګړې توګه ځوانان د دغو خولیو پېرلو ته ډېر لېواله دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د پلازمېنې د کاه فروشۍ کوڅې يو شمېر هټيوالو آمو ته ويلي وو، چې د طالبانو له راتګ سره يې کاروبار پیکه شوی او له بلې خوا يو شمېر خلکو هم ټينګار کاوه، چې د پیرلو وړتیا د کمښت له امله، ډېری غواړي چې د پلازمینې په لیلامي بازارونو کې توکي وپېري.

د طالبانو په راتګ سره، که څه هم د ټولنې ډیری برخې د خلکو د څرګندونو پر بنسټ له ځوړتیا سره مخ شوې؛ خو دلته په کندهار کې د کندهاري خولیو په بازار کې کیسه بل ډول ده. ګرم او رنګین بازار؛ هټيوال هم د کندهاري خولیو له ګرم بازار څخه خوښ دي.

کندهار کې د دې خولیو یو هټیوال احمد موسی وايي: «کندهارۍ خولۍ په کندهار کې له ډېرې مودې راهیسې دود دي، د امارت (طالبانو) له راتګ سره اوس هر څوک دا خولۍ کاروي، هم ځوانان او بوډاګان دواړه دا خولۍ په سروي.»

ځينې وايي د کندهار له لیرې ښارونو هم ځوانان د کندهارۍ خولۍ د پېرلو لپاره دې ښار ته راځي، ترڅو دغه لاسي شهکار په سر کړي.

د هټیوالو په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې د کندهارۍ خولۍ نوې بڼه چې د یعقوبي په نوم مشهوره ده، ښه بازار لري.

کندهار کې یو بل هټیوال شبیر احمد وايي: «اوس د کندهارۍ خولیو د يعقوبي ډيزاين مینه‌وال زیات دي، دا پنځم کال دى چې دا ډول یې ډېر مینه‌وال لري.»

خو داسې بازارونه هم شته چې د طالبانو له راتګ سره يې سوداګري کمه شوې ده. لکه د پلازمینې په زړه کې د کاه فروشۍ کوڅه؛ تر دې مخکې د کابل د دې برخې هټیوالو آمو ته ویلي وو چې د طالبانو راتګ سره د دوی کاروبار کم شوی دی.

بل خوا په پلازمینه کې یو شمېر خلکو ویلي چې د طالبانو د راتګ له کبله د اقتصادي ننګونو له امله د جامو اخیستلو لپاره لیلام یا دویم لاس بازارونو ته ځي.