افغانستان

په هېواد کې د بې‌وزلۍ زیاتوالی او د لیلامي جامو ګرم بازار

هېواد کې د بېوزلۍ کچه د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړېږي او د خلکو ورځنی عايد ښکته کېږي.

بېوزلۍ او وزګارۍ ډیری کورنۍ د دویم لاس جامو بازار یا د لیلامي توکو اخیستلو ته اړ ایستلي.

پلازمېنه کې د دویم لاس جامو یا د لیلامي توکو بازار په دې ورځو کې نور هم ګرم شوی دی.

هره ورځ ډېری کورنۍ دلته د ځان او خپلو ماشومانو لپاره په کمه بیه جامې پېري، ترڅو د ژمي په دې سړو ورځو کې خپلې کورنۍ له یخنۍ څخه وژغوري.

دا جامې چې تر ډېره له نورو هېوادونو څخه د تړل شویو بستو په بڼه راوړل کېږي، د اړمنو کورنیو لپاره یو ستر غنیمت دی.

نسیم فقیري چې په دې بازار کې لیلامي پلوري وایي، چې تېر کال يې پوهنتون پای ته ورساوه، اوس د وزګارۍ له امله اړ دی چې دلته لیلامي وپلوري. نوموړی وايي چې دا کار ورته هيڅ اسانه نه دی.

هغه زیاتوي، کله چې په ليلام کې یو ګاټ وپېري، نو په سلو کې ٣٠ سلنه جامې د کارولو وړ نه وي.

کوم توکي چې د کارولو وي باید په کور کې ومینځل شي، ډېری یې په خاورو، خټو او یا نورو موادو باندې ککړ دي.

که څه هم دا لیلامي د هټیوالو لپاره لږ عاید لري، خو دوی د لوړې کرایې په اړه شکایت کوي چې دولت یې له لیلامي پلورونکو څخه اخلي.

د کابل ښار دویم لاس جامو پلورونکي وايي، چې د دولت له لوري د هټیو کرایه له ۲۵ تر ۳۰ زره افغانیو ټاکل شوې، چې ډېره لوړه ده او په ترلاسه شویو پیسو دا کرایه ورکول شونې نه ده.

په بازار کې ترټولو ارزانه جامې لیلامي یا دویم لاس جامې دي. چې له پنځو افغانیو څخه تر پنځو سوو افغانیو پورې قیمت لري.

ډېری خلک چې دلته راځي وايي، کولای شي خپلو ماشومانو ته په دوه یا درې سوه افغانیو د اغوستلو جامې برابرې کړي.

په افغانستان کې اقتصادي پاشلتیا، موسمي بدلون، لوږه او جګړه د بېوزلۍ او د خلکو د اړتیاوو د زیاتېدو لاملونه ګرځېدلي.