افغانستان

سراج‌الدین حقاني وايي، د طالبانو نظام له کوم بهرني ګواښ سره مخ نه دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني، پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۴ کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د طالبانو د نظام پروړاندې کوم بهرنی ګواښ نشته. خو ښاغلي حقاني هغه څه چې «ناشکري او بې غوري» یې بولي د طالبانو واکمنۍ لپاره یې ګواښ ګڼي.

پخواني شوروي ځواکونو د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ، خو په هېواد کې له ۹ کلن پوځي شتون وروسته له ماتې سره مخ شول او له افغانستانه ولاړل.

په دې غونډه کې د طالبانو خبرې؛ داسې ښکاري چې هر څه د دوی د واکمنۍ د دوام په شاوخوا کې ګرځي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د طالبانو په جوړښت کې د «بې غورۍ» او «ناشکرۍ» په اړه اندېښمن دی.

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، په نړۍ کې هېڅ داسې ځواک نشته چې د افغانستان پر ضد سر پورته کړي، ترڅو چې د افغانستان خلک له دوی سره همکاري ونه کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې نړۍ باید له تاریخ څخه زده کړه وکړي او موږ بیا بیا وازمايي.

خو هغه نورو طالبانو ته ډاډ ورکړ چې په لنډمهال کې د طالبانو واکمنۍ ته کوم بهرنی ګواښ نشته.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وویل: «ما نه غوښتل چې ووایم، د پاکستان حکومت موږ په یوه میاشت کې وایستلو، خو د نړۍ امپراتورانو له موږ څخه څوارلس میاشتې وغوښتې، دوی یوه میاشت هم رانه‌کړه، موږ باید دا ۴۴ کلنه دوره په یاد ولرو. او درس ترې واخلو او په راتلونکي کې په احتیاط سره ګام پورته کړو.»

له بلې خوا د طالبانو د واکمنۍ د دوام په اړه د ښاغلي متقي کیسه توپیر لري، د ناهېلۍ او ډار تر منځ نظر.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي: «په نړۍ کې بل داسې ځواک نشته چې په افغانستان کې سر راپورته کړي، خدای مه کړه، ترڅو چې افغانان ورسره ملګري نه شي، افغانان نن په يوه فکر کې سره متحد دي، د ازادۍ انګېزه لري او د اسلام پلويان دي.»

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د نورو طالب چارواکو په څېر د «افغانستان له تاریخ څخه د زده‌کړې» او «د تعامل او دوستۍ پر پالیسۍ» ټینګار وکړ.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر څرګنده کړه: «موږ نړۍ ته وایو، چې موږ په ارامه پریږدئ، موږ سره کار مه لرئ. او موږ په خپل اسلامي نظام کې سوله غواړو. هېڅوک دې موږ ته د ستونزې جوړولو په اړه فکر نه کوي، او که څوک وغواړي، کولای شي له تېر څخه زده‌کړي.»

د طالبانو سیاسي مخالفین چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس ډېر فعال شوي دي، د طالبانو له سیاسي پېغورونو لیرې نه دي پاتې.

په روانه میاشت کې ملګروملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ او په مسکو، دوشنبه او ویانا کې د طالبانو د مخالفینو غونډو ته په اشارې سره یې وویل، چې د طالبانو په ننګولو کې د طالبانو مخالفین لا زیات فعال شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره د طالبانو سرپرست خیرالله خیرخواه وویل: «نن بیا هم د کوم علمي، سیاسي یا ښوونیز تحلیل پر بنسټ دوی د خپلو معیارونو په توګه کوم تحلیل کاروي، د نورو څنګ ته ورځي دوی بیا هم په افغانستان کې د بدلون راوستلو په لټه کې دي، یا د دوی له لارې خپل حق غواړي، باید پوه شو چې دوی هوښیار او د واک غوښتونکي فکري ستونزې لري او یا ړانده دي، که دوی نه وي، دا تاریخ ژوندی دی، دوی باید پوه شي چې که په افغانستان کې کومه ستونزه وي، د افغانانو او مسلمانانو په مرسته حل کېدای شي.»

واک ته د طالبانو له راتګه دوه کاله او څلور میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي. د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو په راپور کې طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه په سرغړونې تورن کړي دي، نړۍ هم ویلي چې طالبان ځکه په رسمیت نه پېژني چې دوی ټول ګډونه دولت نه دی جوړ کړی او بشري حقونه د دوی په واکمنۍ کې خوندي نه دي.