افغانستان

کابل ښاریان: په څلرویشت ساعتونو کې یوازې دوه تر ۴ ساعته برېښنا لرو

یو شمېر کابل ښاریان وايي، په پلازمېنه کې د برېښنا د پرچاوۍ کچه لوړه شوې او خلک یې له امله له ستونزو سره مخ دي.

دوی ټینګار کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۲ تر څلورو ساعتونو برېښنا لري او په نورو شل ساعتونو کې یې برېښنا پرچاو وي.

له بلې خوا د برېښنا نشتوالي په کابل کې ځينې واړه کاروبارونه هم زيانمن کړي دي.

د کابل برېښنا له منځنۍ اسیا، نغلو، ماهیپر او سروبي له بندونو تامینیږي، خو ډېر کله په ژمي کې کابل تیاره وختونه تېروي او د برېښنا د نشتوالي له امله د کابل ښاریانو غږونه پورته کیږي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې په شپه او ورځ کې له ۲ تر څلورو ساعتونو برېښنا لري او ډېری وخت نوبتي برېښنا په نیمه شپه کې راځي.

د برېښنا نشتوالي کابل میشتي د اوبو له ستونزې سره هم مخ کړي او ډېر کله اوبو ته لاس رسی نه لري.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله د دوی مبایلونه بند پاتې وي او حتی د چارجولو لپاره یې لږه برېښنا هم نه وي.

د برېښنا د نشتوالي له امله يو شمېر کوچنيو سوداګرو ته هم زيانونه اوښتي دي.

يو شمېر هغه کسان چې کوچني کاروبارونه يې پيل کړي او کاروبار يې پر برېښنا متکي دی، وايي د برېښنا د نوبتي کېدو له امله يې کاروبارونه له سقوط سره مخ دي.

د کاسا زر د وارداتي برېښنا پروژه چې له تاجکستان او قزاقستان څخه ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي، په پام کې وه په ۲۰۲۲ کال کې عملي شي او د افغانستان د برېښنا یوه برخه ستونزه حل کړي، خو تر اوسه د دغې پروژې د بشپړېدو په اړه خبر نشته.

دغه راز د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ پروژې کار، چې د سل میګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي، څو ځلې ځنډېدلی ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د برېښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې ۸۰ سلنه یې د منځنۍ اسیا له دریو هېوادونو او ایران څخه را واردېږي.

طالبانو تېر کال د برېښنا د لګښت له لارې د برېښنا واردونکو هېوادونو ته نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکړل.