روغتیا

افغانستان کې د کولرا ناروغۍ د زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د کولرا ۱۹۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې ډلې ۹۴ يې د دغې ناروغۍ له امله مړینې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۳ کال کې په کولرا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

دغه سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د کولرا تر ټولو زیاتې ثبت شوې پېښې د ختیځې مدیترانې په ۸ هېوادونو کې وې.

د دغه سازمان په وینا افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د کولرا ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.

یعنې سږ کال په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا: «په افغانستان کې، ۱۹۵ زره و ۳۳۶ پېښې او د کولرا ۹۴ مړینې ثبت شوي دي. له هغه وروسته پاکستان، سومالیا، سوډان، سوریه، عراق، یمن او لبنان په نړۍ کې د کولرا د ناروغانو تر ټولو زیات شمېر لري.»

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د کولرا خپرېدل د څښاک د اوبو له کمښت او ککړتیا، بېوزلۍ، جګړې او کډوالۍ سره مستقیمه اړیکه لري.

بل خوا د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې پاکو اوبو او روغتيايي مرکزونو ته نه لاسرسى د کولرا په ګډون د ناروغيو د خپرېدو لامل شوى دى.

په همدې حال کې، ډاکټران هم وايي، چې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی کم دی او د ککړو اوبو کارول په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ یو له اصلي لاملونو څخه دي.

د یادولو وړ ده، چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته روغتیايي مرکزونه او روغتونونه د درملو د کمښت په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دا ناروغي د دغه هېواد د وګړو د مړینې د زیاتوالي لامل شوې ده.