افغانستان

بنت: اسلامي هېوادونه باید وضاحت ورکړي چې په اسلام کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز نشته

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت له اسلامي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو ته زیاته پاملرنه وکړي.

ښاغلي بنت پرون ماښام له آمو سره په خبرو کې وویل، اسلامي هېوادونه باید وضاحت ورکړي چې په اسلام کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز نشته او د عادي کولو هر ډول بهیر به کار او زده کړو ته د ښځو او نجونو بیرته راستنیدو پورې اړه ولري.

په ورته مهال افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له خوا په نادولتي او نړیوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز د یو کال د پوره کېدو په مناسبت خبرداری ورکړی چې دغه محدودیت بشري مرستو ته جدي ګواښ دی. آغلې امیري له ټولو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو په منځ کې دې د بندیز د لرې کولو شعار پیاوړی کړي.

افغانستان کې کرار کرار پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو په څېر چې په پرله پسې ډول له شریعت او اسلام سره تړاو ورکول کیږي، د بشري حقونو د کړکېچ د هواري لپاره له اسلامي هېوادونو تمه کېږي.

تازه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت له آمو سره په تازه مرکه کې ویلي، اسلامي هېوادونه باید په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

د ښاغلي بنت په وینا طالبانو ته باید وضاحت ورکړل شي چې په اسلام کې په زده کړو محدودیت نشته او همدارنګه د اړیکو د عادي کولو هر ډول بهیر به کار او زده کړو ته د ښځو او نجونو په بېرته راستنېدو پورې اړه ولري.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنت وايي: «زه محتاطانه د ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کیدو د شونتیا په اړه خوشبینه یم. خو مهمه دا ده چې موږ په اجنډا کې په دې تمرکز ولرو. زما په اند د سیمې هیوادونه او ډېری اسلامي هیوادونه باید زیاته پاملرنه وکړي او وضاحت ورکړي چې په اسلام کې له لومړنیو ښوونځیو پورته پر لوړو زده کړو محدودیت نشته او ووایي چې د عادي کېدو هېڅ بهیر تر هغې نشته تر څو چې ښځې او نجونې زده کړو ته لاس ولري.»

له بلې خوا، په نادولتي او نړیوالو موسسو کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د کاري بندیز د یو کلن کېدو په غبرګون کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په اېکس شبکه کې د دې بندیزونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دې وضعیت دوام په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره جدي ګواښ دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «له هفه حکم د یو کال په تېرېدو سره چې په زده کړو او کار کې د نجونو ګډون فلج کوي، موږ باید د افغانانو په منځ کې د «بندیزونو لغوه کولو» دا شعار پیاوړی کړو.»

هغه محدودیتونه چې هم مهاله یې خلک هم اندیښمن کړي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «ډېرې مېرمنې دي چې د کور سرپرستې دي، سړي نه لري، ډوډۍ ګټونکي نه لري، خپله کار کوي، د کورنۍ او ماشومانو لپاره ډوډۍ ګټي، موږ غواړو د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه شي. په ښځو بندیزونه ونه لګول شي، خپلو زده کړو او کار ته دوام ورکړي.»

له دې ټولو سره سره طالبانو د نړیوالو غبرګونونو او اعتراضونو په ګډون په هېواد کې د کورنیو غوښتنو له پامه غورځولو سره په تېرو دوو کلونو او وروستیو څلورو مياشتو کې پر ښځو او نجونو د بنديزونو لګولو ته دوام ورکړی. هغه محدودیتونه چې په هیواد کې یې د ښځو او نجونو د کار، زده کړو او تګ راتګ حقونه په نښه کړي دي.