ښځې

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز؛ ښځې وايي ښه وضعیت نه لري

په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د ځینو مرستندویه موسسو د مرستو رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړ او د دې لامل وګرځېد چې ګڼ بنسټونه افغانستان کې خپل فعالیت ودروي.

د ناروې د کډوالو شورا، د ماشومانو د خوندیتوب سازمان، کي یر او د ژغورنې نړیوالې کمېټې د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او له هغې وروسته د اپریل په پنځمه یوناما خپلو ټولو کارکوونکو ته اعلان وکړ چې نور دې کار ته نه راځي.

خو دې ټولو غبرګونونو د طالبانو پر پرېکړې اغېز ونه کړ او په نادولتي ادارو کې له کار د ښځينه کارکوونکو لاسونه ونیول شول.

د فراه اوسېدونکې فوزیې په دې اړه وویل: «مخکې مو کار کاوه خو اوس کار نه شو کولی. ژوند مو سم نه دی. ژوند مو په بد حالت کې دی. خدای دې وکړي چې د افغانستان وضعیت ښه شي او زموږ ژوند هم ښه شي.»

د طالبانو له خوا د ښځو د کاري بندیز په پایله کې د مرستندویه موسسو ځینې مرستې ګډوډې شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل تازه راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شو، ویلي د ښځو پر کار د طالبانو محدودیت مرستو او خدماتو ته د ښځو لاس‌رسی کم کړی او د مرستو رسولو پر بهیر یې ناوړه اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې موندنې ښيي چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د دې لامل شوی چې ۱۵۱ مرستندویه موسسې خپل ټول یا یوه برخه فعالیتونه ودروي.

د ډېری دغو بنسټونو مشري د ښځو پر غاړه وه او په بېلابېلو برخو له دې جملې د مرستې رسولو په برخه کې یې کار کاوه.

د هرات یوه اوسېدونکې زهرا په دې اړه وايي: «د افغانستان وضعیت خراب دی، ښځې کار نه شي کولای. ایران ته لاړو خو بېرته وایستل شوو، دلته هم وزګاري ده. هیله لرو چې د افغانستان وضعیت ډېر زر ښه شي.»

د طالبانو له خوا د ښځو پر کار له بندیز وروسته، یوناما د نارینه وو په ګډون له خپلو ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلو کاري ځایونو ته حاضر نه شي.

ملګرو ملتونو د طالبانو د پریکړې په غندلو سره دغه بندیز غیر قانوني وباله.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دجاریک وویل: «ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو د ژوند ژغورنې مرستو د چمتو کولو لپاره اړینې دي. دا ډول حکمونه لکه څنګه چې موږ نن ولیدل، د ښځو له بنسټ‌ییزو حقونو او د تبعیض د له منځه وړلو له اصولو څخه سرغړونه ده. د افغانستان په خاوره کې د ملګرو ملتونو د عملیاتو د دوام لپاره ښځینه کارکوونکې اړینې دي.»

د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز پر ضد نړیوال غبرګونونه پراخ وو.

د طالبانو دغې پرېکړې د ملګرو ملتونو د ډېرو لوړپوړو چارواکو پښې کابل ته را اوږدې کړې او د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ښځو حقونو د ملاتړ په موخه د دغه سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی او بیا یې له هغې وروسته د ښځو د ستونزو د هواري او له طالب چارواکو سره د خبرو کولو لپاره کندهار ته سفر وکړ.