ښځې

د ښځو د کار په وړاندې د طالبانو محدودیتونو دوی په رواني ستونزو اخته کړې دي

یو کال کېږي چې طالبانو د ښځو د کار پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د دوی پر کار یې محدودیتونه لګولی دی. یو شمېر ښځې چې په تېر یوه کال کې وزګاره شوې، وايي چې له ډېرو روحي او رواني ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

دغه مېرمنې او نجونې وايي، چې د زندانیانو په څېر خپلې شپې او ورځې تېروي او د هرې ورځې په تېرېدو سره خپل راتلونکي ته ناهیلې کېږي.

یو شمېر ډاکټران وايي، چې د دغو مېرمنو د روحي او رواني ستونزو دوام کولای شي په راتلونکي کې د دوی ژوند او کورنۍ تباه کړي.

زهرا مراد هم یوه له دغو ښځو ده، نوموړې یو کال وړاندې، د یوې بشري موسسې کارکوونکې وه او ښه میاشتنی عاید یې درلود.

اوس د کار په نشتوالي کې وايي، له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان ده او ژوند یوازې په څلورو دیوالونو کې محدود شوی دی.

د یوې مرستندویه موسسې پخوانۍ کارکوونکې زهرا مراد وايي: «ما مخکې په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه، له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو زموږ پر کار بندیز ولګاوه، وزګاره شوم. په کور کې کېناستم. په کور یم. خاوند مې هم مزدور کار دی. ان زموږ ورځني لګښتونه هم نه پوره کیږي.»

وايي، ډېره هڅه يې وکړه، چې د خپل کار پر وړاندې خنډونه لیرې کړي، خو اوس په یوه بې‌برخلیکۍ کې ورځې تېروي.

۲۸ کلنه فریده عثماني یوه بله له هغو ښځو ده، چې د کار کولو حق ترې اخیستل شوی دی.

هغه په جوزجان کې په يوه مرستندويه موسسه کې په کار بوخته وه او د خپلې کورنۍ لپاره یې روزي برابروله.

فریده عثماني وايي: «مخکې مې چې دنده درلوده، د خپلې کورنۍ ټول لګښتونه به مې برابرول، خو د محدودیتونو له امله چې ښځو د کار کولو ازادي له لاسه ورکړه، نور موږ نه شو کولای کار وکړو او له ګڼو ستونزو سره مخ یو.»

سارا همتي هم یو له هغو ښځه ده چې له بهرنیو موسسو سره یې کار کړی.

که څه هم نوموړې سږ کال هڅه وکړه، چې د مطالعې او تفريح له لارې له خپلو روحي او رواني فشارونو سره مبارزه وکړي، خو وايي، چې د کار د نشتوالي او د لاسته راوړنو له لاسه ورکولو له امله هره ورځ له يوه ستر رنځ سره تېروي.

نوموړې څرګندوي: «له هغه وخته چې طالبانو دا فرمان صادر کړ، زه په کور پاتې شوم، هر ډول چې فکر کوئ، کار مې کوو، درس مې ویلو. څو یو ځای ته ورسېږم او خپل اولادونه یو ځای ته ورسوم، د خپلو ماشومانو لپاره یو ښه او غوره ژوند ولرم. له هغه وخته چې طالبان راغلل، هیڅ کار نه شو کولی، یوازې په کور کېناستو، د هغې ورځې په هیله چې وشو کولی درس ووایو او هغه څه چې غواړو ترلاسه یې کړو.»

اوس، د ښځو او نجونو لپاره د دې وضعیت دوام نه یوازې د دوی بلکې د کورنیو راتلونکي ته یې هم زیان رسوي.

ډاکتران هم وايي چې د ښځو پر کار بندیز کولای دوی له ګڼو روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي.

یو ډاکټر وکیل احمد غوریاني وايي: «دا د معتدلو روحي او رواني ناروغیو لامل کیږي چې کولای شي د سختو شوګیریو او شدید اضطراب لامل شي او که دا حالت تضمین شي، په راتلونکي کې د دوی ژوند تباه کوي

د ملګرو ملتونو په ګډون په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز پراخ غبرګونونه راوپارول.

له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو څخه نیولې د سیمې او نړۍ تر هېوادونو، خو له دې ټولو غبرګونونو سره سره هم طالبان حاضر نه شول چې په خپله پرېکړه کې بدلون راوړي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ۱۵۱ غیر دولتي موسسې فعالیت کوي.

هغه مهال د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې وویل چې د طالبانو له دې پرېکړې وروسته د غیردولتي موسسو ۸۶ سلنه فعالیتونه یا کم شوي او یا هم بند شوي دي.