افغانستان

پاکستان موقت لومړی وزیر: تراوسه له پاکستانه هېڅ ناقانونه افغان کډوال نه دی ایستل شوی

د پاکستان موقت لومړی وزیر وايي، یو قانوني افغان کډوال هم له پاکستانه نه دی ایستل شوی.

انورالحق کاکړ ټینګار کوي چې له پاکستانه یوازې بې اسناده کډوال د سیاسي، ټولنیزو، ترهګرۍ او جنایي ننګونو له امله شړل شوي دي. هغه زیاتوي چې د بې اسناده افغان کډوالو په وړاندې هیڅ مسوولیت نه لري.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو یو نوی راپور ښیي چې د سپټمبر له ۱۵مې د دسمبر تر ۱۴مې نېټې پورې نږدې ۴ سوه ۶۵ زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې جملې ۲۸ زره ۳۰۰ کډوال په زوره ایستل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، د دسمبر تر نهمې نیټې پورې په پاکستان کې ۲۹ زره کډوال نیول شوي او یا هم بندیان شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري. خو د تېرې یوې نیمې میاشتې په څېر نه. د طالبانو شمېرې ښيي چې په دوو ورځو کې شاوخوا ۶۷۰ کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د پاکستان موقت لومړی وزیر وايي، د قانوني اسنادو هیڅ کډوال نه دی ایستل شوی، حتی یو کس هم نه. د هغه په ​​وينا، بې اسناده کډوال یې د سياسي، امنيتي، ترهګرۍ او جنايي ننګونو له امله له پاکستانه ایستلي دي.

د پاکستان موقت لومړی وزیر انورالحق کاکړ وايي: «د قانوني اسنادو هېڅ یو کډوال نه دی ایستل شوی. د دوی ترڅنګ داسې کسان هم شته چې بې ثبته دي. کله چې دوی ثبت کیږي، ورته یو قانوني جواز او اساس ورکول کیږي. دې سلګونه زره کسانو چې قانوني اسناد نه درلودل، هم څو ځل مو ورته ویلي وو چې موږ سیاسي، ټولنیزې، ترهګريزې او جرمي ننګونې لرو.»

خو ځینو کډوالو په وار وار ویلي چې حتی د ویزې او قانوني اسنادو په لرلو سره سره هم د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او شړل شوي دي.

دا د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې دي، چې ښيي د سپټمبر له ۱۵مې د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې شاوخوا ۴۶۵ زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي، چې له دې ډلې یې ۲۸ زره په زوره ایستل شوي دي. د دغو شمېرو پر بنسټ، د دسمبر تر نهمې نیټې پورې په پاکستان کې ۲۹ زره کډوال نیول شوي او یا هم بندیان شوي دي.

یو افغان کډوال حيات الله وايي: «دا زموږ په خوښه نه وه. موږ نه راتلو ځکه په افغانستان کې کار نشته، موږ نه راتلو. خو هره ورځ [پاکستاني] پولیسو زموږ دروازې ټکولې او ویل به یې راوځئ.»

پاکستان د هوا له سړېدو سره هم مهاله د سلګونه زره کډوالو په شړلو لاس پورې کړ. ځینو نړیوالو سازمانونو ویلي، چې دغه اخراج د نورو عواملو ترڅنګ افغانستان په یوه سخت بشري ناورین کې اچولی او نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د احمد په نوم یو بل کډوال وايي: «په پاکستان کې زیږیدلی یم. کارت نه لرم. له همدې امله بیرته افغانستان ته ځم. په کورنۍ کې مو اته تنه یو.»

ډېری هغه کډوال چې له پاکستانه راستانه شوي په موقتي پناه ځایونو کې ژوند کوي. سرپناه، خواړه او کار د هغو کډوالو اصلي اندېښنې دي چې افغانستان ته راستنېږي.