افغانستان

نبیل: ټول طالب مشران په مستعارو نومونو پاکستاني پېژندپاڼې او پاسپورتونه لري

د پاکستان د ډي خبري اژانس د خبر له خپرېدو سره چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د پنځو کلونو لپاره پاکستانی پاسپورټ درلود او د قطر د سفر په ګډون یې پرې بهرني سفرونه کړي. د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل آمو ته وایي چې ټول طالب مشران په مستعارو نومونو پاکستاني پېژندپاڼې او پاسپورټونه لري.

د ښاغلي نبیل په وینا د پاکستان د ثبت او اطلاعاتو په ملي مرکز کې یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې وه چې دغه موضوع پټه وساتي. او اوس دغه افشا کوونه د طالبانو د کورني او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره تبلیغاتي جګړه ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو په ایکس شبکه کې طالبانو ته نږدې ځینو کاروونکو دغه راپور رد کړی دی.

ښاغلی نبیل ټینګار کوي چې د پاکستان د ثبت او اطلاعاتو په ملي مرکز کې د دې مسلې د پټې ساتلو لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې وه او اوس دا افشا کوونه د طالبانو د کورني او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یوه تبلیغاتي جګړه ده.

ښاغلی نبیل وايي: «پاکستان د طالبانو او یا د حقاني د کورني ناموس ۴۰ کلنه پانګه ده، چې په دومره اسانۍ او دومره ژر به یې له لاسه ورنه کړي/نه ورکوي. د طالبانو او پاکستان تر منځ د دې ټولو تش په نامه جګړو پایله د طالبانو د مشروعیت او داخلي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو خپلواک ښودل دي.»

پاکستانی ازاد خبریال طاهر خان وايي: «دا چې سراج الدین حقاني قطر ته سفر کړی، زما په نظر دا خبر سم نه دی. سراج الدین حقاني د مذاکراتي ټیم غړی نه و، د جګړې په حالت کې کاري سفر ستونزمن و، او بله دا چې ما په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ته ټیلیفوني اړیکه وکړه، هغه دا خبر (د مذاکراتو پر مهال قطر ته د ښاغلي حقاني سفر) په کلکه رد کړو.»

تر دې مخکې ډی نیوز پاکستان خبر ورکړی و، چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له پنځو کلونو راهیسې پاکستانی پاسپورټ لري.

جیو نیوز هم دا راپور د ډي نیوز راپور پر بنسټ خپور کړ.

په دې راپور کې راغلي:«د دغو چارواکو په وینا حقاني د پنځو کلونو لپاره د پاکستان پاسپورټ درلود چې بهر ته په ځانګړې توګه قطر ته د سفر، له امریکا سره د خبرو او د دوحې د تړون د لاسلیک لپاره چې له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو لامل هم شو، کاراوه.»

په همدې حال کې یو پاکستانی خبریال چې دا راپور یې هم لیکلی، وايي چې اوس د ده په وینا د ښاغلي حقاني پاسپورت بلاک شوی دی.

عمر چیمه پاکستانی خبریال وايي: «هغه وخت یې له سراج الدین حقاني سره اړیکه ونیوله چې ستا پاسپورت لغوه کوو. ستاسو لپاره خو به کومه ستونزه نه وي. هغه وویل چې لغوه یې کړئ. هغې دوحې ته د تللو لپاره پاسپورټ زیات کارولو. په هغه وخت کې له ترسره شوي اقدام څخه معلومه شوه چې له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې افغانان پاکستاني پاسپورټونه چې له کراچۍ، بلوچستان، پېښور او نورو ځایونو اخیستل شوي.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو په اېکس شبکه کې طالبانو ته ځینو نږدې کاروونکو دا راپور بې بنسټه بللی دی.

طالبانو ته د اېکس شبکې نږدې کاررونکی محمد جلال وايي: «کله چې انس حقاني د مدرسې شل کلن طالب وو، په ۲۰۱۴ کال کې ونیول شو او امریکایانو ته وسپارل شو. خلیفه صیب څنګه سفر کولای شو؟ خلیفه صیب له بېلابېلو هیوادونو د اسانتیاوو په شتون او په حکومت کې د پاتې کیدو سره سره، د کابل له فتحې وروسته هم کوم هیواد ته سفر ونه کړ.»

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې په تېرو دوو کلونو او دریو میاشتو کې د ډېرو لوړو ژورو او بدلونونو شاهدې دي. داسې شننې هم شته چې دا پرمختګونه د سیاسي او استخباراتي ناندریو پایله ده.