افغانستان

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسؤول افغانستان کې د طالبانو واکمني وحشتناکه دیکتاتوري وبلله

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر په افغانستان کې د طالبانو واکمني یو وحشتناکه دیکتاتوري وبلله.

جوزف بوریل په بروکسل کې په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان له جنسیتي اپارتاید سره مخ دی.
د ښاغلي بریل په وینا، په افغانستان کې اپارتاید د پوستکي د رنګ پر بنسټ نه دی، بلکې د جنسیت په بنسټ دی. په ورته وخت کې یو شمېر ښځې له نړۍ غواړي چې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپيژني او وايي چې طالبانو د دوی هویت په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

څه باندې دوه کاله رکیږي چې ښځې او نجونې د طالبانو د سختو بندیزونو په کړۍ کې دي.
دوی له زده کړو او کار څخه د محرومیت او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزف بوریل هغه څه چې پر افغان ښځو او نجونو تیریږي «جنسیتي اپارتاید» بولي او د طالبانو جوړښت په افغانستان کې یوه «وحشتناکه دیکتاتوري» یادوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل وایي: «څوک په یاد لري چې په کابل کې څه روان وو؟ افغانستان د رسنیو څخه ورک شوی دی. په افغانستان کې، تاسو جنسیتي اپارتاید لرئ. فکر کوم چې دا د نومولو ښه لاره ده د هغه څه لپاره چې هلته روان دي: «جنسیتي اپارتاید» نه د پوستکي د رنګ پر بنسټ، بلکې د جنسیت په بنسټ. ښځې او نجونې ښوونځیو ته له تګ منع دي او په هیواد کې یوه وحشتناک دیکتاتوري حاکمه ده.»

افغان میرمنې چې د طالبانو د تګلارو سره مخالفې دي، پر سړکونو د لاریونونو له ځپل کېدو وروسته په سرپټو ځایونو کې په کوچنیو ډلو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د نجونو یوه ډله وايي، چې هویت یې د طالبانو له خوا له منځه وړل شوی، له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او تر رواني شکنجې لاندې دي.

له دغو معترضو یوه وایي: «د ټولنې نیمايي برخه د طالبانو د محدودیتونو تر کنټرول لاندې ده. ښځې د طالبانو له خوا تر شکنجې او بې شمېره محدودیتونو لاندې دي. ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او کار، زده کړو او ازادۍ ته لاسرسی نه لري.»

لږ تر لږه د ښځو د حقونو څلور فعالانې چې نومونه یې خپاره شوي؛ ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پاریسا ازاده د طالبانو په زندانونو کې دي. د دوی وضعیت او برخلیک هم ناڅرګند دی.
د بشري حقونو د څار سازمان په تازه راپور کې ویلي چې پر دغو څلورو ښځو سربېره د ښځو د حقونو یو شمېر بې نومه فعالانې او د سرپټو ښوونیزو مرکزونو مدیران هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

د ښځو د حقونو فعاله فریده محب وایي: «د نړۍ ټول هېوادونه باید د هغو افغان معترضو ښځو تر څنګ ودرېږي چې په خطر کې دي او پر طالبانو فشار راوړي چې هغه نجونې ژر تر ژره خوشې کړي چې دوی نیولې دي.»

طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو په سرغړونو تورن دي.
د خپلواکو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو نه یوازې دا چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د معترضو ښځو په نیولو، بندي کولو، له سپکاوي په ډکو ځایونو کې د ساتلو، شکنجه کولو او کورنیو ګواښلو ته هم دوام ورکړی. هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.