افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغان راستانه شوي کډوال د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو کارپوهان خبرداری ورکوي چې هغه افغان وګړي چې له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي له بېرته راستنېدو وروسته د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ دي.
دوی وايي، ښځې او نجونې، د قاچاق قربانيان، اقلیتونه، پخواني دولتي چارواکي او يو شمېر نور کډوال له دې ایستلو زيات اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته ایستل کېږي د جبري ودونو، انساني قاچاق او د زده کړو، کار او تګ راتګ ازادۍ له حقونو څخه بې برخې کېدو له خطر سره مخامخ دي.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې له پاکستانه افغانستان ته له ستنېدو وروسته کډوال د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخ دي، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، لږکي او پخواني چارواکي.

د دې سازمان کارپوهان وايي چې د نه منلو وړ خطرونه د کډوالو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو په تمه دي، دوی له ځینو خطرونو لکه د جبري ودونو، د کار څخه محرومیت، د زده کړې او تګ راتګ ازادۍ او همدارنګه د انساني قاچاق له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: «د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتوونکي یوو پاکستان نه باید د کډوالو او پناه غوښتوونکو د شتون او د ترهګرۍ د خطرونو ترمنځ بې سنده اړیکې جوړې کړي.»

له بلې خوا، کډوال وايي چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

په همدې حال کې، د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د څه باندې شپږ ميليونو کورني بې ځايه شوي کډوالو ترڅنګ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي کډوال له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

د دغه بنسټ په وینا، راستنېدونکي د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام له کډوالو سره د مرستې لپاره د بېړنیو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د وروستيو شمېرو پر بنسټ، د ډسمبر له نیمايي راهیسې تر ۴۰۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته راغلي دي. که څه هم دا بهیر د نومبر په لومړیو کې ډېر تود وو، خو د طالبانو د پرون ورځې شمېرې ښيي چې یوازې په تېره یوه ورځ کې ۵۷۲ کسان د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي؛ هغه شمېره چې په یوه میاشت کې د راستنېدونکو ترټولو ټیټه کچه ښیي.

د اکتوبر په میاشت کې، پاکستان اعلان وکړ چې ۱ میلیون و ۷۰۰ زره بې اسنادو افغان کډوال د جبري ایستلو له حکم سره مخ دي.
هغه اقدام چې د نړیوالو خپلواکو بنسټونو په وینا، په افغانستان کې یې بشري ناورین پیاوړی کړی او بشري مرستو ته یې اړتیا زیاته کړې ده.